د ډول علمي نوم یې (Geocapromys brownii) دی. د (Jamaican hutia and the Browns hutia) په نومونو هم یادیږي. په ځمکه ژوند کوونکی، تی لرونکی، شخوند وهونکی ژوی دی. اصلي ځای یې جمایکا ده. په جیوکپرومیس نسل (Geocapromys) کې شامل دی. د کپرو مي ایډای کورنۍ (family Capromyidae) غړی دی. په جیوکپرومیس نسل کې ټول شپږ ډولونه دي له کومو چې څلور ډولونه له منځته تللي او یوازې دوه ډولونه یې په اوسمهال کې ژوندي غړي لري. د جمایکا هوتیا یې په اوس وخت کې شته ډول دی. وزن یې له یو تر دوه کیلو ګرامه پورې رسیږي. د بدن رنګ یې سور رنګه نسواري او یا زېړ رنګه وي.
Post Views: 247
Comments
So empty here ... leave a comment!