JF-17 Thunder
د (CAC/PAC JF-17 Thunder) په نومونو هم پېژندل کیږي. په چینایي کې یې نوم ( 枭龙; pinyin: Xiāo Lóng) لیکل کیږي. د چینایي نوم مانا یې په ” غسه ښاماز ” ده، د سپک وزن، یو ماشین لرونکې د څو موخو لپاره جنګي الوتکه ده کومه چې د پاکستان (Pakistan Aeronautical Complex PAC) او د چین (Chengdu Aircraft Corporation CAC) په ګډه جوړه کړې. جې اېف ۱۷ د کشف الوتکې په توګه کارېدلای شي، پر ځمکني پوځ د برید کوونکې الوتکې په توګه کارېدلای شي، خاورې ته د بلې الوتکې د داخلېدو مخنیوی کولای شي یا هم په هوا کې له بلې الوتکې سره جنګ کولای شي. جې اېف ۱۷ مختلف ډوله اسلحه لېږدولای شي په دې کې له هوا نه هوا ته توغول کېدونکي توغندي، له هوا نه ځمکې ته توغول کېدونکي توغندي، او یوه اتومات ۲۳ اېم اېم جې اېس اېچ-۲۳-۲ دوه میله لرونکې ماشینداره شامل دي.
د ماشین تولیدونکي شرکتونه یې (Guizhou WS-13 or Klimov RD-93 afterburning turbofan) دي، په دې الوتکه کې وروسته سوزونکی ټوربو فان (afterburning turbofan) ماشین نصب ده، د (Mach 1.6) لوړ سرعت لري. د پاکستان د هوایي ځواک د ملا تیر جې اېف ۱۷ او د امریکا لخوا ورکړل شوې اېف ۱۶ فالکون جنګ کوونکې الوتکې دي. په ۲۰۱۰ کال کې یې لمړۍ د جې اېف ۱۷ عملیاتي څانګه خلاصه کړه، په ۲۰۱۵ کال کې یې شپاړس جې اېف ۱۷ الوتکې تولید کړې او په ۲۰۱۶ کال کې باور کېده چې پاکستان په یو کال کې د پنځویشت جې اېف ۱۷ الوتکو د تولید وړتیا لري.
په یادو الوتکو کې کارېدونکي وسایل ۵۸% پاکستاني دي او نور ۴۲% روسي او چینایي وساېل پکې کاروي. په ۲۰۱۷ کال کې پاکستاني هوايي ځواک هڅه وکړه چې د دې الوتکو (JF-17B) ډول طرحه کړي په کوم چې د دوه پیلوټانو لپاره ځای وو او د عملیاتو تر څنګ د روزنې لپاره هم کاریږي. په ۲۰۱۷ کال کې یې په دې الوتکو کې د (KLJ-7A) په نامه رادار هم نصب کړ کوم چې په یوه وخت پنځلس هدفونه تعقیبولای او ۴ هدفونه په نښه کولای شي. کله یې چې پښتانه په وزیرستان کې د ترهګرو په نامه بمبار کول دواړه ډوله د لایزر په ذریعه هدایت کېدونکي او غېرې هدایت کېدونکي بمونه یې په پښتنو وکارول تر څو په نړۍ کې دې الوتکو ته مارکیټ جوړ کړي، له کارېدو وروسته سم د لاسه د نایجریا هوایي ځواک اعلان وکړ چې د پاکستان جې اېف ۱۷ الوتکې د ترهګرو د ځپلو لپاره رانیسي. همداسې یې له برما سره د ۱۶ الوتکو تړون لاسلیک کړی کوم خو په ۲۰۱۸ کال کې پاکستاني رسنیو ادعا کوله چې پاکستان دا تړون لغوه کړی.
په چین او پاکستان کې د دې الوتکو د جوړولو موخه د ( Dassault Mirage III/5 fighters, Nanchang A-5 bombers, and Chengdu F-7 interceptors) الوتکو ځای نیول وو. پاکستان یو وخت ځکه په کارګل کې د هند د الوتکو پر وړاندې هوايي غبرګونه ونښوده ځکه چې پاکستانۍ الوتکو یوازې له نږدې بله الوتکه په نښه کولای شوه خو د هند الوتکو له ډېر لرې واټن څخه بله نږدې کېدونکې الوتکه مخکې له خطر پېښولو غورزولای شوه. د دې الوتکې د جوړول لامل یې د عصري الوتکې په کم قیمت ترلاسه کول وو. د غربي الوتکو چې ارزښت یې خورا زیات ده له اړتیا ځان خلاصول وو. د الوتکې د طرحې مشري ( Yang Wei) کوله څوک چې د چین تر ټولو ښه ډیزاینر ګڼل کیږي او د (Chengdu J-20) الوتکو طرحه یې هم کړې ده.
په کال ۱۹۸۹ کې متحده ایالتونو پر پاکستان اقتصادي بندیزونه ولګوه چې بلاخره پاکستان د (Project Sabre II) پروژه پرېښوده. دغه پروژه د پاکستان د هوایي ځواک پروګرام وو تر څو د چینايي (Chengdu F-7 Skybolt) الوتکې د طرحې پر بنسټ یوه بله پرمختللې د څو موخو لپاره جنګ کوونکې الوتکه رامنځته کړي خو کله چې پاکستان د پروژې مصارف وارزول او له بلې خوا پرې د متحده ایالتونو لخوا اقتصادي بندیزونه ولګول شول نو پروژه یې پرېښوده. وروسته یې په کال ۱۹۹۵ کې له چین سره د (Memorandum of understanding) تړون لاسلیک کړ، د تړون موخه د پاکستان او چین تر منځ د یوې نوې الوتکې ګډه طرحه او جوړونه وه. د ۱۹۹۵ کال د جون په میاشت کې ( Mikoyan) هم په دې پروژه کې ګډون وکړ او د الوتکې د ډیزان ملاتړ کې یې برخه واخیسته.
د رادار د سیستم لپاره یې له څو اروپایي شرکتونو سره خبرې پیل کړې بلاخره یې له فرانسې سره د تړون هڅه وکړه خو له ۱۸ میاشتو هڅو او خبرو وروسته فرانسې تړون رد کړ او لامل یې پاکستان کې د فرانسې د پر مختللې ټکنالوجۍ د خوندیتوب نشتون، د پاکستان کمزوری اقتصاد، له هند سره خرابې اړیکې کوم هیواد چې د فرانسې ډېرې الوتکې لري وو. خو وروسته د پاکستان حکومت دغه ادعاوې رد کړې. په کال ۲۰۱۳ کې د ډسمبر په ۱۸ نېټه په یادو الوتکو کې په هوا کې د تیل اچولو وړتیا لپاره کار پیل شو، د زیات وزن د انتقال وړتیا کې یې اضافه وشوه، د مالوماتو د وصل او بریښنایي سیستم چمتوالی یې پیل کړ. د دې الوتکو د تنې جوړښت کې د آلومینیوم فلز کارېدلی او یاد جوړښت ته په انګرېزۍ کې (monocoque) نوم اخیستل کیږي. یاد جوړښت د الوتکې د تنې شکل کې د چوکاټونو جوړښت وي کوم چې خپله کې سره نښلول کیږي. په برېښنایي سیستم کې یې د (Ada programming language) پر ځای (open architecture) کارولی. د خپل سافټویر د لیکنې لپاره یې (C++ programming language) پروګرام کارولی.
پیلوټان : یو
اوږدوالی :۱۴.۹۳ متره
د وزرو پراخوالی : ۹.۴۸ متره
لوړوالی : ۴.۷۲ متره
د وزرو سطحه : ۲۴.۴۳ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۶۵۸۶ کیلو ګرامه
د ناستې لپاره زیات نه زیات وزن : ۱۲۳۸۳ کیلو ګرامه
پاور پلنټ Klimov RD-93 Afterburning Turbofan, with DEEC
اسلحه :
یوه ۲۳ اېم اېم (GSh-23-2) دوه میله لرونکې ماشینداره
د مهماتو د نښلونې ځایونه یې ۷ دي، ځلور د وزرو لاندې، دوه د وزرو په څوکه کې او یو د تنې لاندې. ټول تر ۴۳۲۵ کیلو ګرامه پورې وزن انتقالولای شي.
له هوا نه هوا ته توغول کېدونکي توغندي
PL-5EII (د لنډ واټن)
SD-10A (د لنډ واټن نه کمه اندازه لرې یا هم د سترګو له لید نه پناه واټن)
له هوا ځمکې ته توغول کېدونکي توغندي
CM-102 Anti-radiation missile
C-802AK Anti-ship missile
CM-400AKG Anti-ship missile
غېرې هدایت کېدونکي بمونه
Mk-82 (د عامې موخې لپاره)
Mk-83 (د عامې موخې لپاره)
Mk-84 (د عامې موخې لپاره)
Matra Durandal (د هوایي ډګر د کرښې وېجاړونکي)
Rockeye Mk-20 (د پوځي موټرو ضد خوشه اي بمونه)
هدایت کېدونکي بمونه
GBU-12 (په لایزر هدایت کېدونکي)
GBU-16 (په لایزر هدایت کېدونکي)
GBU-10 (په لایزر هدایت کېدونکي)
LS-6 (په جي پي اېس / ای اېن اېس هدایت کېدونکي)
Range Extension Kit (په جي پي اېس / ای اېن اېس هدایت کېدونکي)
برېښنایي سیستم
د چین (KLJ-7 V2 Airborne Pulse Doppler Fire Control Radar) رادار
د هدف په نښه کولو لپاره د (AselPOD EO/IR) سیستم
او همداسې (KG300G Airborne Self-Protection Jamming Pod)
Comments
So empty here ... leave a comment!