Jumping mouse – ټوپ وهونکې مږې
د زپوډینای فرعي کورنۍ (subfamily Zapodinae) غړې دي. د شخوند وهونکو ژو ۵ ډولونه دي. په چین او شمالي امریکا کې ژوند کوي. وزن یې له ۱۳ تر ۲۳ ګرامه پورې او اوږدوالی له ۸ تر ۱۱ سانتي متره پورې رسیږي، لکۍ یې له تنې څخه اوږده وي. بدن یې درې رنګونه لري، ګېډه یې سپینه، ملا یې نسواري او څنګونه یې د وسپنې د زنګ رنګ ته ورته یا هم خړ وي. د لکۍ پاسه برخه یې نسواري او لاندې برخه سپینه وي.
په ټولو څلورو پښو منډه او ګام وهي خو کله چې خطر احساس کړي تر ۴ متره پورې په وروستیو پښو ټوپ وهلی شي او خپله لکۍ د توازن ساتلو لپاره کاروي. په بنسټیزه توګه په ځمکه ژوند کوونکې دي خو بوټو ته د ختلو ښه وړتیا لري او ښې لامبو وهونکې هم دي. د نورو ژو په پرېښودل شوو غارونو کې کرې ته ورته شکل کې له وښو ځالې جوړوي. خواړه یې تخمونه، مرخېړي، میوې او بې شمزي دي. په وړو کبانو او حلزون باندې هم برید کوي. په ژمي کې د ژمي په خوب وېدې کیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!