Kangaroo rat – کنګرو موږک
د ډیپوډومیس نسل (genus Dipodomys) ده. د شمالي امریکا په دوه پښو ګرځېدونکي، ۲۲ ډوله د سارا شخوند وهونکي دي. غټ سرونه، غټې سترګې، لنډې مخکینۍ پښې لري. وروستۍ پښې او منګولې یې اوږدې وي. خولې سره بهر برخه کې کیسه یا کڅوړه لري او د پاکولو لپاره یې په بل مخ اړوي. وزن یې له ۳۵ تر ۱۸۰ ګرامه پورې وي، اوږدوالی یې له ۱۰ تر ۲۰ سانتي متره پورې رسیږي، دلکۍ اوږدوالی یې د بدن له کچې سره برابر وي. نرم ورېښمین وېښته لري او رنګ یې د شګې له رنګه تر تېز نسواري پورې شته. مخ یې کرښې یا خالونه لري. په خپلو وروستیو پښو تر دوه متره پورې ټوپ وهلی شي. که چېرې کم واټن کې خوځښت کوي نو خپلې مخکینۍ لنډې پښې هم کاروي. په نرمه شګه کې د ځان پاکولو لپاره خلپلکې وهي او که چېرې داسې ونکړي بدن یې درد پیدا کوي او وېښته یې سره نښلي.
خپلې سمڅې یا د ځمکې لاندې باسي او یا هم د ځمکې له پاسه کوټه شوې غونډۍ ته ورته خاوره کې سوریان کوي. ځینې ډولونه یې ځالې جوړوي. ځینې ډولونه یې ښه لامبو هم وهلای شي. ډېر کم وخت اوبه څکي د اوبو اړتیا له خپلو خوړو پوره کوي. خواړه یې تخمونه، ساقې، غوټۍ میوې او حشرې دي.
کنګرو موږکان په هېټېرو موایډای کورنۍ (family Heteromyidae) کې ډلبندي شوي د کورنۍ نوم یې یونانۍ کلیمه ده او مانا یې نورې مږې یا توپیر لرونکې مږې دي.
Comments
So empty here ... leave a comment!