Kareem Abdul-Jabbar – کریم عبدالجبار
لمړی نوم یې ( Ferdinand Lewis Alcindor Jr) دی. د ۱۹۴۷ کال، د اپرېل په ۱۶ نېټه زېږېدلی. د امریکا مسلکي اوسمهال تقاوت شوی د باسکېټ بال لوبغاړی دی. په (National Basketball Association NBA) کې یې شل دورې لوبه کړې. په دوه ټیمونو کې (Milwaukee Bucks and the Los Angeles Lakers) لوبېدلی. لوبه یې تل په سنټر کې کړې. شپږ ځلې د اېن بي اې تر ټولو با ارزښته لوبغاړی (NBA Most Valuable Player MVP) همداسې ۱۹ ځلې (NBA All-Star) د دې تر څنګ ۱۵ ځلې (All-NBA selection) او ۱۱ ځلې (NBA All-Defensive Team member) ګڼل شوی. د اېن بي اې د چېمپین شېپ یا اتلولۍ په ۶ لوبو کې د لوبغاړي په توګه او دوه لوبو کې د روزونکي یا کوچ معاون پاتې شوی. په ۱۹۹۶ کې د رایې اخیستنې له لارې د اېن بي اې په تاریخ کې تر ټولو غوره پنځوس لوبغاړو لپاره کاندید وو له رایو ګټلو وروسته په دې نوملړ کې اضافه شو.
په لیسه کې یې پر له پسې د باسکېټ بال ۷۱ لوبې وګټلې او له دې وروسته د (Jerry Norman) لخوا (UCLA) د کوچ د معاون په توګه وګمارل شو او په دې ځای کې یې له (John Wooden) سره دنده پر مخ وړله. په ملي لوبو کې یې درې د چېمپین شېپ پر له پسې لوبې وګټلې. په ۱۹۷۱ کې کله چې ۲۴ کلن وو خپل نوم یې له پخواني نوم څخه کریم عبد الجبار ته بدل کړ. په ۱۹۸۹ کې د ۴۲ کلنۍ په عمر کې تقاوت شو.
Comments
So empty here ... leave a comment!