Kingdom – پاچایي

په لاتیني ژبه کې (regnum) جمع یې (regna) ده. په ډلبندۍ کې دوېمه تر ټولو لوړه رتبه ده او د ډومېن لاندې وي. پاچایي په وړو ګروپونو وېشل شوي وي کوم ته چې د فیلا (phyla) نوم اخلي. فیلا له کلاس پورته او له کینګنډم لاندې وي. په دودیزه توګه د متحده ایالتونو ځینې کتابونو شپږ پاچایانې کارولي چې ژوي (Animalia)، بوټي (Plantae)، مرخیړي (Fungi)، پروټیسټا یا هم چې ژوي، بوټي یا مرخیړي نه وي (Protista)، ارکایا (Archaea/Archaebacteria) او باکتریا (Bacteria/Eubacteria) دي. خو په ځینې هیوادونو کې لکه انګلستان، هند، یونان، استرالیا، لاتیني امریکا او ځینې نورو هیوادونو په خپلو کتابونو کې پنځه پاچایانې کارولي کومې چې ژوي، بوټي، مرخیړي، پروټیسټا (Protista) او مونېرا (Monera) دي. ځینې د (cladistics) عصري ډلبندیو د کینګډم تشریحي کارونه پریښې او لیکي چې دودیزې پاچایانې مونوفیلیټیک (monophyletic) ندي په دې مانا چې ګډ پلرونه نلري.
 
په ۱۷۳۵ کې کارل لاینیوس (Carl Linnaeus) په بیولوجي کې د رتبو د نوم اېښودنې سیستم وکاروه. تر ټولو لوړه رتنه کینګډم یا پاچایي وه او ورپسې کلاس، ډله، نسل او ډول وو. وروسته پکې دوه نورې رتبې هم زیاتې شوې چې یوه له کینګډم لاندې وېش یا فایلم (phylum) وه ورپسې کلاس، ډله او بله زیاته شوې رتبه کورنۍ (family) وه او له کورنۍ لاندې نسل او ډول وو. په ۱۹۹۰ کې د ډومین رتبه له کینګډم پورته اضافه شوه. همداسې له کینګډم سره مختاړی هم اضافه کېدای شي لکه فرعي پاچایي (subkingdom) په لاتیني کې (subregnum) او (infrakingdom) په لاتیني کې (infraregnum) چې دواړه له کینګډم لاندې او فایلم پورته کارېدلای شي. سوپر کېنګډم (Superkingdom) له پاچایي پورته او د ډومین (domain) لاندې وي او د یوه مستقله امپراتوري ګڼل کیدای شي، له ډومین سره برابره ګڼل کیدای شي او یا هم د فرعي ډومین رتبه لرلای شي. په ځینې ډلبندیو کې لکه د کاوالیر سمیت (Cavalier-Smith) په ډلبندي کې د (subkingdom and infrakingdom) ترمنځ د برانچ (branch) رتبه هم اضافه کېدای شي بېلګه (Protostomia and Deuterostomia).
File:Biological classification L Pengo vflip.svg
Image by Peter Halasz

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons