Klipspringer – د ډبرو انتېلوپ

د ډول علمي نوم یې اوریوتراګوس اوریوتراګوس (Oreotragus oreotragus) ده، د شرقي او جنوبي افریقا په غرونو کې ژوند کوي. بل نوم (د ډبرو وزه) هم ورته وړاندیز شوی وو ځکه چې شکل یې د اوراسیا شاموا انتېلوپ وزې ته شوی او د خپل توکم له وړو انتېلوپ سره یې جوړښت او شکل توپیر لري.
 
لنډه غاړه لري، د وېښتو لاندې برخه یې ګڼه او ډبله ده، په هره سیمه کې مختلف رنګونه لري، رنګ یې ډېر وخت روښانه نه وي یوازې غوږونه یې روښانه رنګ لري او له همدې امله یې نور وحشي حیوانات د ښکار کولو لپاره په اسانۍ نشي موندلی. تر لس سانتي متره پورې سیده ښکرونه لري، په ایتوپیا او شرقي افریقا کې یې نر او ښځه دوړه ښکر لري.
 
خواړه یې مختلف ډوله ګلان، تخم، د شنو بوټو پاڼې، واښه او واړه بوټي دي. د شپې لخوا فعال دي خو که چېرې وږي شي د ورځې لخوا هم له خپلو ډبریزو پنا ځایونو څخه د خوړو په لټه کې راوځي. کوم بوټي، پاڼې او واښه چې خوري له همدې خوړو څخه د بدن ټولې اوبه پوره کوي.
 
د اومیندوارۍ موده یې ۷ میاشتې ده، یو بچی زېږوي، د زېږون وخت یې د کال په هر وخت کې ممکن ده، له پیدا کېدو وروسته یې بچیان تر دوه یا درې میاشتو پورې پټ وي او بهر له خپل مور پلار سره نه ځي ځکه چې ډېر وخت په دې سیمو کې بازان د دې حیواناتو واړه بچیان ښکار کوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons