Kudu – کودو انتېلوپ
د تاو شوو ښکرو دوه ډوله انتېلوپ دي، د توکم نوم یې تراګېلا فیني (tribe Tragelaphini) او د بوویدای کورنۍ (Bovidae) سره تړاو لري. یو ډول (Tragelaphus strepsiceros) یې د جنوبي افریقا په هغو سیمو کې پرېمانه دي چې د سیمې ساتنه کیږي او غټ انتېلوپ دي؛ دوېم ډول (Tragelaphus imberbis) یې واړه انتېلوپ دي، د شمال شرقي او شرقي افریقا په وچو سیمو کې ډېر کم پیدا کیږي.
د دواړو ډولونو نر یې تاو شوي ښکرونه لري، په وړو رمو کې ژوند کوي، د غټ انتېلوپ (Tragelaphus strepsiceros) قد یې د مخکنیو پښو په ولیو کې تر ۱۳۰–۱۵۰ سانتي متره (۵۱–۵۹ انچه ) پورې او وزن یې تر ۲۵۷ کیلو ګرامه (۵۶۷ پونډه پورې) رسیږي. د ښځې قد یې تر ۱۲۰ سانتي متره (۴۷ انچه) او وزن یې تر ۱۷۰ کیلو ګرامه (۳۷۰ پونډه) پورې وي. مختلف رنګونه لري او له سور نصواري تر نیله خړ پورې شته. په شپږو کالو کې یې ښکرونه د ودې دوه دورې بشپړ کوي او د ښکرو اوږدوالی یې تر ۱۲۰–۱۸۰ سانتي متره (۴۷–۷۱ انچه) پورې رسیږي.
وړوکی انتېلوپ (Tragelaphus imberbis) تر یو متر (۳۹ انچه) پورې لوړوالي ته رسیږي او ۹۲–۱۰۸ کیلو ګرامه (۲۰۲–۲۳۸ پونډه) وزن کوي. بدن یې ۱۱–۱۵ عمودي کرښې لري.
دواړه کودو انتېلوپ تر ۱۰۰ ډوله په زېاتو بوټو او ونو ځان تغذیه کوي. د دې تر څنګ شنه واښه هم خوري او له همدې امله په وچه سیمه کې ژوند کولای شي ځکه چې د بدن ډېرې اوبه له شنو پوره کوي, غټ انتېلوپ یې په کندې، د ډبرو په ژوره برخه کې جمع شوې اوبه څکي. دواړه ډولونه هغه شنه سیمه کې ژوند کول خوښوي چې نږدې اوبه هم پیدا کیږي. د وچ او لوند باراني موسم تر منځ موده کې کډوال کیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!