Lagidium – لاجیدیوم

په چینچیلیدای کورنۍ (family Chinchillidae) کې د شخوند وهونکو نسل دی. څلور ډولونه پکې شامل دي. په پېرو، بولیویا او ارجنټینا کې پیدا کیږي. په ډبریزو وچو سیمو کې ژوند کول خوښوي. ګیا خوړونکي ژوي دي. د ژوند ډېره برخه د غټو ډبرو په منځ کې تېروي تر څو له ښکاري مرغانو او ژو د ځان ساتنه وکړي. شکل یې سوی ته ورته والی لري. مخکینۍ پښې یې لنډې دي خو وروستۍ پښې یې اوږدې دي او ځواکمنې عضلې لري. له درې تر پنځو پورې د یوې کورنۍ غړي خپله کې ګډ ژوند کوي. د بلاربښت موده یې تر ۱۴۰ ورځو پورې ده یو بچی زېږوي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ چینچیلیدای
فرعي کورنۍ چینچیلینای
نسل لاجیدیوم
په لاجیدیوم نسل کې لاندې ډولونه شامل دي
Bolivian vizcacha
A vizcacha (Lagidium viscacia) . Photo by  Alexandre Buisse (Nattfodd)
Sidebar



Share
Hide Buttons