Laotian rock rat – لاووسی د ډبرو موږک

د ډول علمي نوم یې (Laonastes aenigmamus) دی. په دایاتومي ایدای کورنۍ (family Diatomyidae) کې یوازینی په اوسمهال کې ژوندی ډول دی. نور دوه نومونه یې (kha-nyou or rat-squirrel) دي. اصلي ځای یې د لاووس خاموان سیمه ده. په ۲۰۰۵ کې پاولینا جینکینز مطالعه کړی او تشرېح کړی او له مطالعې وروسته یې په (family Laonastidae) کورنۍ کې ډلبندي کړی خو په ۲۰۰۶ کې ماري ډاونسن په دایاتومي ایدای فوسیلي کورنۍ کې ډلبندي کړ. د دایاتومي ایدای کورنۍ په اړه ګمان کېده چې ۱۱ میلیونه کاله وړاندې یې د میوسین په پای کې ټول ډولونه له منځه تللي دي خو اوس ګمان کیږي یوازې یې همدا ډول ژوندی پاتې دی. ببرې ډبلې لکۍ لري او شکل یې غټ موږک ته ورته والی لري. د سر د کوپړۍ جوړښت یې په اوس وخت کې له ټولو ژوندیو تی لرونکو سره توپیر لري.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
فرعي ډله هیستریکومورفا
کورنۍ دایاتومي ایدای
نسل لاوناستېس
Laonastes aenigmamus - young male JP Hugot PLOS ONE
Young male Laotian rock rat, Laonastes aenigmamus. Photo by Jean-Pierre Hugot

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons