Lechwe – لچوې انتېلوپ
د نسل نوم یې کوبوس (genus Kobus)، د اوبو انتېلوپ دي او له ریډنسیني توکم (tribe Reduncini) سره تړاو لري. دوه ډوله لري: یو یې عام ډول (common lechwe) د ډول علمي نوم یې (Kobus leche) ده؛ د نیل ډول (Nile lechwe) د ډول علمي نوم یې (Kobus megaceros) ده.
عام ډول () یې درې فرعي ډولونه لري: سور لچوې (red lechwe) د ډول علمي نوم یې (Kobus leche leche) ده، کفو لچوې (Kafue lechwe) د ډول علمي نوم یې (Kobus leche kafuensis) ده، تور لچوې (black lechwe) د ډول علمي نوم یې (Kobus leche smithemani) ده او د افریقا د سوانا له پولې سره نږدې له کانګو، زمبیا، بوتسوانا تر انګولا پورې سیمه کې ژوند کوي. نیل انتېلوپ د سوډان په جنوب کې پیدا کیږي.
نران یې اوږده ښکرونه، اوږدې غاړې، لنډ اوربوزونه لري. د مخکنیو پښو په ولیو کې یې لوړوالی تر ۸۵–۱۰۵ سانتي متره (۳۳–۴۱ انچه) پورې او وزن یې تر ۶۰–۱۳۰ کیلو ګرامه (۱۳۰–۲۹۰ پونډه) پورې وي. ښځه یې په قد او وزن کې له نر څخه ۲۰% وړه وي. لچوې اوبو ته داخلیږي تر څو په اوبلنو بوټو خپل ځان تغذیه کړي له دې پرته په هغو تازه شنه کېدو وښو ځان تغذیه کوي چې د سیلابونو له امله په ځمکه شنه کیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!