Léon Gambetta – لیون ګامبېتا
د ۱۸۳۸ کال، د اپرېل په ۲ نېټه، زېږېدلی او د ۱۸۸۲ کال، د ډسمبر په ۳۱ نېټه، مړ شوی. د فرانکو پروسین د جګړې پر مهال او له جګړې وروسته د فرانسې سیاستوال وو. د فرانسې په کاهور کې زېږېدلی، پلار یې بقال وو، د مور نوم یې مسابي او د فرانسې وه. ګامبېتا په ۱۵ کې د یوې پېښې پر مهال د ښۍ سترګې لید له لاسه ورکړ. لمړۍ زده کړې یې په کاهور کې وکړې او د لوړو زده کړو لپاره په کال ۱۸۵۷ کې پاریس ته ولاړ تر څو حقوق ولولي. په محصلینو کې یې ډېر ژر نفوس وکړ خو ډېر ژر د وخت د امپراتور حکومت د دشمن په توګه وپېژندل شو.
په کال ۱۸۶۱ کې یې د فرانسې په (Conférence Molé) کې برخه واخیسته او د خبرو اترو وړتیا یې تمرین کړه. تر دې وړاندې یې کومه ځانګړې اغیزمنه چاره نه ده تر سره کړې خو په ۱۸۶۸ کې د نومبر په ۱۷ د یوه جورنالست (Delescluze) د دفاع لپاره وګمارل شو. دېلېکلوز له اعدام سره مخ وو او جرم یې د یوه کس چې د ۱۸۵۱ کال په کودتا کې مړ شوی وو مجسمه جوړول وو. کله چې ګامبېتا په کلکه د دېلېکلوز دفاع وکړه له دې وروسته یې شهرت پیدا کړ. په کال ۱۸۶۹ کې د پاریس او مارسی شورا ته کاندید شو.
د ۱۸۷۱ کال د فېبرورۍ د ۸ په انتخاباتو کې ګامبېتا تمه لرله چې په شورا کې به جمهوریپال زیاتې چوکۍ تر لاسه کړي خو په ټولو ۶۰۰ چوکیو کې له ۳ څخه ۲ پاچایي غوښتونکو او محافظه کارو وګټلې او د ګامبېتا هیله یې ونړوله. وروسته له خپلې دندې لاس په سر شو او د هسپانیا سن سېبستین ته ولاړ. کله چې بېرته فرانسې ته راوګرځېد نو د ۱۸۷۱ کال د نومبر د ۵ نېټې انتخابات یې وګټل او د (La Republique française) په نامه یې یوه رسنۍ تاسیس کړه.
Comments
So empty here ... leave a comment!