Leptopelis
په (family Arthroleptidae) کورنۍ کې د چونګښو نسل ده. د سهارا په سوېل کې پیدا کیږي. په (subfamily Leptopelinae) فرعي کورنۍ کې ډلبندي شوي خو دا فرعي کورنۍ د ټولو لیکوالانو لخوا نده پېژندل شوې. عام نومونه یې (forest treefrogs, tree frogs, leaf-frogs, and big-eyed frogs) دي. د بدن اوږدوالی یې له یو تر یو نیم انچه پورې وي خو د (Leptopelis palmatus) ډول یې تر ۳.۷ انچه پورې رسیږي.
د نسل ډېری ډولونه په ونه کې ژوند کوونکي دي خو کوم چې په ډېرو وچو سیمو کې ژوند کوي په ځمکه ژوند کوونکي او ځینې نیمه غار وېستونکی چلند لري. د مثل تولید د درندو بارانونو پر وخت د لندو موسمونو په پیل کې کوي.هګۍ ممکن په اوبو کې وکړي، ممکن د ځمکې له پاسه او یا داخل کې وکړي. واړه بچیان یې ازاد ژوند کوي خو د (Leptopelis brevirostris) ډول د شکل تغیر نکوي او مستقیمه وده کوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!