Lesser cane rat – کوچنی د ګني موږک

د ډول علمي نوم یې (Thryonomys gregorianus) دی. د ګني د موږک له دوه ډولونو یو ډول دی. د افریقا شخوند وهونکی ژوی دی. وزن یې تر ۷ کیلو ګرامه پورې رسیږي او بدن یې تر ۶۱ سانتي متره پورې اوږدیږي، په اوږدوالي کې یې لکۍ نده شامله او لکۍ یې تر ۲۶ سانتي متره پورې اوږده وي. پڅ بې څوکې پوز، واړه غوږونه او بورس ته ورته ګڼ شخ وېښته لري. د بدن رنګ یې نسواري وي. سهارا په بې ځنګلو فرعي سیمو کې ژوند کوي پرته له نامیبیا د سوېلې افریقا او بوټساوا په ډېرو برخو کې شته دي.د سیندونو په اوږدو کې، بندونو او ډنډونو سره او یا هم ګني ته ورته ساقو کې ژوند کوي.
 
ډېر چټک وي، ښه لامبو وهي، په بنسټیزه توګه د شپې لخوا فعال وي خو کله کله د ورځې لخوا هم فعالیت کوي. یوازې او یا په ټولنه کې ژوند کوي خو یوازېتوب او ټولنه کې ژوند یې له فصل سره تړاو لري. کوچنی د ګني موږک له خپلې وړې کورنۍ سره یو ځای اوسیږي. په کال کې یو یا دوه ځلې تر ۸ پورې بچیان زېږوي. خواړه یې شنه او بوټي دي خو ځینې وخت میوې او د ونې د ساقې پوستکی هم خوري. په کومو سیمو کې چې ګڼی، زېړ جوار، اناناس، او کاساوا کرل کیږي په دې فصل برید کوي او د فصل لوی افت ګڼل کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons