Link rat

د ډول علمي نوم یې (Deomys ferrugineus) ده. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. بل عام نوم یې د کونګو د ځنګل مږه (Congo forest mouse) ده. اصلي ځای یې مرکزي افریقا ده. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۱۲ تر ۱۴ سانتي متره پورې او د لکۍ له ۱۵ تر ۲۱ سانتي متره پورې رسیږي. له ۴۰ تر ۷۰ ګرامه پورې وزن کوي. غټ غوږونه او اوږدې پښې لري. د تنې پاسه برخه یې نارنجي – نسوارې او د تنې لاندې برخه یې سپین رنګ کې وي. د شپې لخوا او ماښام کې فعالیت کوي. په فصلي توګه د ویکتوریا نیل او کامېرون ترمنځ ځنګلونو ته کډوال کیږي. خواړه یې چنګاښ، حشرې او موې دي.

ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ موریډای
فرعي کورنۍ ډیومي اینای
نسل ډیومیس

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons