List of amphibians – د دوه ژواکو نوملړ
دوه ژواکي یا ذوحیاتین د امفیبیا کلاس (class Amphibia) ده، ټول هغه ګروپونه پکې شامل دي چې په ځمکه او اوبو کې د ژوند کولو وړتیا لري. د امفیبین (Amphibian) کلیمه د یونانۍ ژبې له (amphibios) څخه اخیستل شوې او مانا یې “دوه ژونده کول” ده. خو په دوه ژواکو کې ځینې ډولونه په بشپړ توګه په اوبو کې ژوند کونکي (aquatic) دي او ځینې بیا په بشپړ توګه په ځمکه ژوند کوونکي (terrestrial) دي.
تر اوسه ۶۵۰۰ څخه زېات د دوه ژواکو ډولونه مطالعه شوي. ګمان کیږي چې دوه ژواکي تقریبا ۳۴۰ میلیونه کاله وړاندې د میسيسیپین وخت (Mississippian Epoch) په منځ کې راڅرګند شوي. د دې وخت موندل شوي پلرونه یې له تکامل څخه مخکې په اوبو کې اوسېدل چې له تکامل وروسته یې شکل بدل شو او دا وړتیا یې پیدا کړه چې په وچه کې هم ژوند وکړای شي. په اوسني وخت کې دوه ژواکي چونګښو او د زیږه پوستکي چونګښو ته وایي چې د انورا ډله (order Anura) جوړوي، نیوټ او لټکو ته وایي چې د کواداتا ډله (order Caudata) جوړوي، سیسیلینونو ته وایي چې د جیمنوفیونا ډله (order Gymnophiona) تشکیلوي. ګمان کیږي چې د درېواړو ډلو له یوه ډول څخه سرچینه اخیستې یا په دې مانا چې پلرونه یې سره یو وو. دا ژوي د ګروپ په توګه د لیسامفیبیا په نامه یو فرعي کلاس (subclass Lissamphibia) جوړوي. په اوسنیو ډلو کې هېڅ یو د دې خزندو پلار نه ګڼل کیږي.
اوسني دوه ژواکي خپلمنځ کې ځینې شریکې ځانګړنې لري لکه: لوند پوستکی لري او ډېری یې د پوستکي له لارې ساه (cutaneous respiration) اخلي. د اورېدو سیستم یې دوه کانالیزه (double-channeled hearing system) ده، د سترګو په شبکيه یا رتینونو (retinas) کې سور راډ لري چې د رنګونو توپیر پرې کوي، ساقه لرونکي (pedicellate) غاښونه لري. ممکن د یادو شو ځانګړنو یو څو په هغو دوه ژواکو کې هم وې چې اوسمهال یې نسلونه له منځه تللي.
د پورته یادو شوو درې ډلو ډولونه د شکل له مخې له یو بل سره توپیر لري: چونګښې بې لکۍ دي، وروستۍ پښې یې ځواکمنې دي د کومو په ذریعه چې ټوپ وهلی شي. د سیسیلینونو (caecilians) بدن بې غړو ده (پښې او لکې یا نور غړي نلري) او د بدن شکل یې په غارونو کې د ژوند کولو سره برابرتیا لري. لټکې او نیوټ دوه جوړه د برابرې کچې پښې لري، لکۍ لري.
زېات دوه ژواکي په ولاړو اوبو کې هګۍ کوي. کله یې چې هګۍ په لاوای بچیانو بدلې شي دا بچیان ازاد خپل سری ژوند کوي په دې مانا چې له ښکاري ژو خپله تېښته کوي، خپل خواړه پخپله ځانته پیدا کوي؛ د ژوند هر فعالیت په یوازې ځان ترسره کوي. کله چې واړه لاروای بچیان خپل لاروال دوره بشپړ کړي د غټو شکل ته بدلیږي کوم شکل چې له اوبو وچې ته د وتلو وړتیا ورکوي.
د دوه ژواکو په دې نوملړ کې کورنۍ او فرعي کورنۍ شاملې دي او په هره کورنۍ او فرعي کورنۍ کې نسلونه او په نسلونو کې ټول ډولونه د (Darrel Frost’s Amphibian Species of the World – ASW, Version 5.5 – 31 January 2011) پر بنسټ ډلبندي شوي او تشرېح شوي. په نوملړ کې د (AmphibiaWeb, by the University of California, Berkeley) هم ورکډ شوي د دواړو تر منځ توپیر
د فراسټ (Frost) ډلبندي کې فراسټ ځینې کورنۍ له نورو کورنیو جلا کړي په دې مانا چې جلا کورنۍ یې ترې جوړه کړې خو د امفیبیا وېب بیا جلا شوې کورنۍ په اصلي کورنیو کې د فرعي کورنیو په توګه ډلبندي کړي.
فراست له لاندې کورنیو نوې کورنۍ جوړې کړي
From Dendrobatidae: Aromobatidae
From Myobatrachidae: Limnodynastidae
From Ranidae: Ceratobatrachidae, Dicroglossidae, Mantellidae, Micrixalidae, Nyctibatrachidae, Petropedetidae, Phrynobatrachidae, Ptychadenidae, Pyxicephalidae, Ranixalidae, Rhacophoridae
همداسې امفیبیا وېب هم ځینې کورنۍ له نورو کورنیو جلا کړي خو د فراسټ په ډلبندۍ کې بیا یادې کورنۍ په خپلو اصلي کورنیو کې د فرعي کورنۍ په توګه ډلبندي شوي جلا شوې او اصلي کورنۍ لاندې وګورئ
From Alytidae: Discoglossidae
From Leiopelmatidae: Ascaphidae
From Ambystomatidae: Dicamptodontidae
From Caeciliidae: Scolecomorphidae, Typhlonectidae
From Ichthyophiidae: Uraeotyphlidae
په ټوله نړۍ کې تر اوسه ۶۷۷۱ ډوله دوه ژواکي پېژندل شوي او مطالعه شوي
Class Amphibia
Order Anura: Frogs and Toads
Suborder Archaeobatrachia
- Family Alytidae
- Family Bombinatoridae
- Family Leiopelmatidae
Suborder Mesobatrachia
- Family Megophryidae
- Family Pelobatidae
- Family Pelodytidae
- Family Pipidae
- Family Rhinophrynidae
- Family Scaphiopodidae
Suborder Neobatrachia
- Family Allophrynidae
- Family Aromobatidae
- Subfamily Allobatinae
- Subfamily Anomaloglossinae
- Subfamily Aromobatinae
- Family Arthroleptidae
- Subfamily Arthroleptinae
- Subfamily Leptopelinae
- Family Brachycephalidae
- Family Brevicipitidae
- Family Bufonidae
- Family Calyptocephalellidae
- Family Centrolenidae
- Subfamily Centroleninae
- Subfamily Hyalinobatrachiinae
- Family Ceratobatrachidae
- Family Ceratophryidae
- Subfamily: Batrachylinae
- Subfamily: Ceratophryinae
- Subfamily Telmatobiinae
- Family Ceuthomantidae
- Family Craugastoridae
- Family Cycloramphidae
- Subfamily Alsodinae
- Subfamily Cycloramphinae
- Family Dendrobatidae
- Subfamily Colostethinae
- Subfamily Dendrobatinae
- Subfamily Hyloxalinae
- Family Dicroglossidae
- Subfamily Dicroglossinae
- Subfamily Occidozyginae
- Family Eleutherodactylidae
- Subfamily Eleutherodactylinae
- Subfamily Phyzelaphryninae
- Family Heleophrynidae
- Family Hemiphractidae
- Family Hemisotidae
- Family Hylidae
- Subfamily Hylinae
- Subfamily Pelodryadinae
- Subfamily Phyllomedusinae
- Family Hylodidae
- Family Hyperoliidae
- Family Leiuperidae
- Family Leptodactylidae
- Family Mantellidae
- Subfamily Boophinae
- Subfamily Laliostominae
- Subfamily Mantellinae
- Family Micrixalidae
- Family Microhylidae
- Subfamily Asterophryinae
- Subfamily Cophylinae
- Subfamily Dyscophinae
- Subfamily Gastrophryninae
- Subfamily Hoplophryninae
- Subfamily Kalophryninae
- Subfamily Melanobatrachinae
- Subfamily Microhylinae
- Subfamily Otophryninae
- Subfamily Phrynomerinae
- Subfamily Scaphiophryninae
- Family Myobatrachidae
- Family Limnodynastidae
- Family Nasikabatrachidae
- Family Nyctibatrachidae
- Family Petropedetidae
- Family Phrynobatrachidae
- Family Ptychadenidae
- Family Pyxicephalidae
- Subfamily Cacosterninae
- Subfamily Pyxicephalinae
- Family Ranidae
- Family Ranixalidae
- Family Rhacophoridae
- Subfamily Buergeriinae
- Subfamily Rhacophorinae
- Family Sooglossidae
- Family Strabomantidae
- Subfamily Holoadeninae
- Subfamily Strabomantinae
Order Caudata: Salamanders
Suborder Cryptobranchoidea
- Family Cryptobranchidae
- Family Hynobiidae
-
- Subfamily Hynobiinae
- Subfamily Protohynobiinae
-
Suborder Salamandroidea
- Family Ambystomatidae
- Family Amphiumidae
- Family Plethodontidae
-
- Subfamily Bolitoglossinae
- Subfamily Hemidactyliinae
- Subfamily Plethodontinae,
- Subfamily Spelerpinae
-
- Family Proteidae
- Family Rhyacotritonidae
- Family Salamandridae
-
- Subfamily Pleurodelinae
- Subfamily Salamandrinae
- Subfamily Salamandrininae
-
Suborder Sirenoidea
- Family Sirenidae
Order Gymnophiona: Caecilian
Family Caeciliidae
- Subfamily: Scolecomorphinae
- Subfamily: Typhlonectinae
- Family Ichthyophiidae
- Family Rhinatrematidae
Comments
So empty here ... leave a comment!