Lithium cyanide – لیتیم سیانیډ
لیتیم سیانیډ غېرې عضوي ترکیب ده، کیمیاوي فورمول یې (LiCN) ده. په اوبو کې حل کېدونکی پوډر ده. د لیتیم هایډروکسایډ او هایډروجن سیانیډ له تعامل څخه رامنځته کیږي خو په لابراتور کې یې د جوړونې لپاره د هایډروجن سیانیډ پر ځای اسېټون سیانوهایډرین کاریږي.
- (CH3)2C(OH)CN + LiH → (CH3)2CO + LiCN + H2
د لیتیم سیانیډ ترکیب په ۶۰۰ °C تودوخه کې په سیانامیډ او کاربن بدلیږي.
ځینې توکي ورڅخه تولیدیږي کوم زهري دي او که چېرې له پوستکي سره اړیکه کې شي، تنفس شي او یا هم تېر شي د مړینې لامل کیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!