Little native mouse – وړه ځایي مږه

د ډول علمي نوم یې (Pseudomys delicatulus) دی. بل نوم یې (delicate mouse) دی. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په پاپوا نیو ګیني، د استرالیا په لوېدیځ کې او د کوین لنډ په شمال کې پیدا کیږي. زېړ نسواري رنګ لري د تنې لاندې برخه یې سپین رنګ کې وي. د استرالیا په ټولو مږو او موږکانو کې تر ټولو کوچنۍ ده. له ۶ تر ۱۵ ګرامه پورې وزن کوي. په جولای او اګسټ کې د مثل تولید کوي، د بلاربښت موده یې تر ۳۱ ورځو پورې او له دوه تر څلورو پورې بچیانو پورې زېږوي. له پیدا کېدو وروسته یې سترګې پټې وي او غوږونه یې وروسته لور ته تاو شوي وي. ډېر ژر وده کوي او له څلور اوونیو وروسته له خپلې مور جلا ژوند کوي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ موریډای
فرعي کورنۍ مورینای
نسل پسیدومیس
Pseudomys delicatus 20020401
Photo by ZooPro

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons