Louis XVI – شپاړسم لویي
د (Louis-Auguste, duc de Berry) په نامه هم پېژندل کیږي. د ۱۷۵۴ کال د اګست په ۲۳ نېټه، د فرانسې په وېرسی کې زېږېدلی او د ۱۷۹۳ کال د جنورۍ په ۲۱ نېټه، پاریس کې مړ شوی. د فرانسې تر ټولو وروستی پاچا وو او د ۱۷۷۴–۹۲ کلونو ترمنځ د فرانسې د ۱۷۸۹ انقلاب نه مخکې په واک کې وو. سلطنتي سیستم د ۱۷۹۲ کال د سپټمبر په ۲۱ نېټه نسکور شو. وروسته یې ښځه ماري انتوانېت او خپله پاچا د انقلاب ضد پاڅون په جرم اعدام شول.
لویي د پنځلسم دوفان لویي (dauphin Louis) درېم زوی وو، په لمړیو کې د دوس دو بېري (duc de Berry) په نامه یادېده، کله یې چې پلار په ۱۷۶۵ کې مړ شو نو د خپل پلار پاچايي په میراث ورته پاتې شوه. زده کړې یې (Antoine de Quélen de Caussade) ته سپارل شوې وې. هغه ته زده کړه ورکړل شوې وه چې د فکر په اړه یې نور څوک پوه نشي او د نورو مخه ونیسي تر څو د ده د فکر په اړه ځان پوه نشي کړای، دې زده کړو د هغه د لیاقت او استعداد په اړه د خلکو شک زیات کړ. لويي ښه حافظه هم لرله، لاتیني انګرېزي یې زده کړه، جغرافیه او تاریخ کې یې ژوره مطالعه لرله. په ۱۷۷۰ کې یې د اتریش له ماري انتوانېت د ماري تېرېزا (Maria Theresa) او د لمړي فرانسیس ( Francis I) له لور سره واده وکړ.
کله یې چې پلار پنځلسم لويي (Louis XV) مړ شو نو شپاړسم لویي د ۱۷۷۴ د مې په ۱۰ نېټه پاچا شو. د پاچا کېدو پر وخت یې عمر کم وو، په ځان یې پوره باور نلره، تریخ چلند یې لره، بدن یې فزیکي عیب لره خو وروسته یې عملیات وکړ. دا ټول د دې لامل شوي وو چې د شپاړسم لویي له چا سره د واده کولو مخه ونیسي. د محکمې د فعالیت لپاره یې کافي د چلند ځواک نلره همداسې یې د خپلو وزیرانو د اصلاح په چارو سم کار نشو کولای.
په ۱۷۸۹ کال کې د شپاړسم لویي د ناتوانۍ، بې تصمیمي او ارتجاعي اغیزونه د دې لامل شول چې په محکمه کې له خپلو مخالفینو سره د ګډ حکومت جوړولو لپاره کومې پرېکړې ته ونه رسیږي. فکر یې کوه چې دی د پاچایي نصب لري او له نورو سره باید خبرې ونکړي او هڅه یې ونکړه چې مخالیفینو ته کوم چې په وېرسی کې راغونډ شوي وو کومه نوې حلاره وړاندې کړي تر څو یې ملاتړ ترلاسه کړي. د ۱۷۸۹ کال د جون په ۴ نېټه کله چې فرانسې کې حالات بحراني شول د مشر زوی مرګ او ناروغۍ پرېشانه کړی وو.
په دې وخت کې د پاچا ټولې کمزورۍ را څرګندې شوې چې په نرمي اختیار کولو کې لټ ده، سیاسي لرلید او د روغې جوړې یا کوم سیاسي تړون وړتیا نلري. کله چې بحراني حالاتو او د زوی مرګ پرېشانه کړ نو د فکر بدلولو لپاره یې ښکار، تالابونو جوړولو او معمارۍ ته مخه کړه. لویه تېروتنه یې دا وه چې پاچا فکر کوه چې انقلاب او انقلابیان به خپله په سیاسي توګه ځان وځپي خو د خلکو په مخ کې یې د فیوډال سیستم پای ته رسول له پاڅونوالو سره منلي وو.
د اکتوبر په ۶ نېټه په زوره له (Tuileries Palace) څخه پاریس ته راوستل شو او له همدې امله یې نامتو انقلابي غوښتنو سره مخالفت او مقاومت وکړ. بله لویه تېروتنه یې د ۱۷۹۱ کال د جون په ۲۱ نېټه له پاریس څخه ختیځ لور ته تېښته وه ، له تېښتې وروسته په (Varennes) کې ونیول شو او بېرته پاریس ته راوستل شو چې له دې سره یې خپل د مشروط سلطنت (له مخالفینو سره ګډ حکومت) اعتبار ختم کړ او له دې وروسته یې د خپلې ښځې مشورو ته غوږ کېښود.
کله چې بېرته پاریس کې زندان ته راوړل شو نو د فرانسې نوي حکومت له اتریش سره جګړه پیل کړه، په دې جګړه کې اتریش له پروسیا سره یووالی اعلان کړ او د فرانسې زیاتې سیمې یې ونیولې. پاچا خپلې پالیسي له پردۍ جګړې سره وتړلې او ګمان یې کوه که چېرې اتریش ونیسي یا به بېرته واک ته ورسیږي او یا به یې د اتریش پوځ له زندان څخه ازاد کړي او له هېواده څخه به بهر ولاړ شي.
سره له دې چې جیرونده د فرانسې د انقلاب سیاسي ډلې هڅه وکړه چې له مرګ څخه یې وژغوري. خو کله چې (National Convention) د محکمې لپاره راوستل شو د اعدام د جزا لپاره یې رایه واخیستل شوه او په (Place de la Révolution) کې د ۱۷۹۳ کال د جنورۍ په ۲۱ نېټه سر ترې ووهل شو.
Comments
So empty here ... leave a comment!