Malodorant – بد بویه کیمیاوي توکي
یو کیمیاوي ترکیب دی، ډېر زیات بد بوی لري او بد بوی یې انسان موقتا ناتوانه کوي، په عصابو کې د بوي د حس (olfactory) او (trigeminal nerves) برید کوي. یاد کیمیاوي ترکیب لږ نه لږ له دوه اجزاو جوړ ترکیب وي. د کیمیاوي ترکیبونو زهري ځانګړنه په څلور کټګوریو وېشل شوې او د بد بوی لرونکو توکو زهري کټګوري (III) یا تر دې لوړه وي.
د (I) کټګوري په لوړه کچه زهري ده;
د (II) کټګوري معتدله زهري کچه لري;
د (III) کټګوري کې د کمې کچې زهري کیمیاوي توکي شامل دي;
د (IV) کټګوري کې تر ټولو کم یا هم تقریبا زهري کیمیاوي توکي شامل دي.
ټول (Organosulfur compounds) ترکیبونه د بد بوی ځانګړنه لري، همداسې بل ترکیب (Skatole) د بوي د حس زیاتولو کې مرسته کوي.
که چېرې په انسان وکارول شي سم دلاسه په کانګو پیل کوي، په انسان کې مختلف ډوله او د مختلفې کچې نا ارامتیا پیدا کوي.
په درې ډوله وسلو کې کارېدلي د هرې یوې نوم (Dippel’s oil, Skunk, Who Me) دی.
Comments
So empty here ... leave a comment!