Marsupial mouse – مارسوپیل موږک
د کورنۍ نوم یې داسیوریدای (family Dasyuridae) ده، د ډلې نوم یې مارسوپیالیا (order Marsupialia) ده، په استرالیا او نیو ګینې کې ژوند کوي. ډېر ډولونه لري چې د بدن کچه یې له ۵ تر ۲۲ سانتي متره (۲ تر ۹ انچه) پورې اوږده شته، بورس ته ورته لکۍ لري او ډېر وخت یې د لکۍ اوږدوالی له بدن سره برابر وي، نخودي زېړ، نصواري یا خړ رنګ لري. ټول مارسوپیل موږک ښکار کوونکي دي، ډېری یې د شپې لخوا فعال دي او یوازې یې د بدن جوړښت او شکل موږک ته ورته ده.
ډېری یې حشرې خوري، ځینې ډولونه یې د بوټو او ونو شیره خوري، ځینې ډولونه یې په لکۍ کې شحم ذخیره کوي، پرته له یوه ډوله یې ټول ډولونه ځان هغه وخت په مړینې اچوي چې خواړه پیدا نکړي.
Comments
So empty here ... leave a comment!