Maurice G. Dantec – موریس جورج دانتېک

د ۱۹۵۹ کال، د جون په ۱۳ نېټه د فرانسې په ګرونوبل کې زېږېدلی او د ۵۷ کلنۍ په عمر د ۲۰۱۶ کال د جون په ۲۵ نېټه مړ شوی. فرانسه کې پیدا شوی کاناډایی د ساینسي افسانو لیکوال او سندر غاړی وو.
 
بیوګرافي
د فرانسې په ګرونوبل کې زېږېدلی. پلار یې جورنالست او مور یې په لاس د خامک کنډونکې وه. پیل کې یې ژوند له پاریس سره نږدې په (Ivry-sur-Seine) سیمه کې کړی دی. کله چې په لیسه کې وو نو له (Jean-Bernard Pouy) سره اشنا شو چا چې د تور ناول یا د جرمي داستانونو په اړه لیکل کول موریس هم په همدې ډول لیکنو کې علاقه پیدا کړه. کله چې په ۱۹۷۰ لسیزه کې له کالج فارغ شو نو د فرانسوي پنک راک یوه ډله یې جوړه کړه او نوم یې (État d’urgence) پرې کېښود مانا یې “بیړنی حالت” ده. په ۱۹۷۷ کې ډلې خپل نوم (Artefact) ته بدل کړ د نوم له بدلون سره سره یې د پنک راک مفکورې ته ادامه ورکړه. د (Suicide, Devo, Kraftwerk, Talking Heads and Public Image Limited) ډلې یې د دوېم نوم استازیتوب کوي خو موریس (Hard-Muzak) مفهوم اختراع کړ تر څو د دې ډلې غږ تعریف کړي. میوزیک یې د صنعتي او ډیسکو میوزیک میکس وو او په دې چارې یې خپله ډله د نیویارک له (No-Wave bands) سره او د انګریزانو له ( post-punk) سره معادله کړه. په ۱۹۸۱ کې ډله له منځه ولاړه او موریس په اعلاناتي شرکتونو کې د اعلاناتو
لیکونکي په توګه کار پیل کړ.
ناولونه
 
La Sirène rouge
Les Racines du mal
Babylon Babies.
Villa Vortex
Cosmos Incorporated
Grande jonction
Artefact: Machines à écrire 1.0.
Comme le fantôme d’un jazzman dans la station Mir en déroute
Métacortex
Satellite Sisters
Les Résidents

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons