Meadow vole – د وښو موږک
علمي نوم یې (Microtus pennsylvanicus) ده. بل نوم یې د وښو مږه (meadow mouse) ده. په شمالي امریکا کې پرېمانه پیدا کېدونکي، تی لرونکي، شخوند وهونکي ژوي دي. وزن یې تر ۵۰ ګرامه او اوږدوالی له ۱۵ تر ۲۰ ګرامه پورې رسیږي په اوږدوالي کې یې لکۍ هم شامله ده کومه چې له ۳ تر ۶ سانتي متره پورې اوږدیږي. د بدن پاسه برخه یې نسواري او لاندې خړه یا خړه نسواري وي.
په بنسټیزه توګه په ځمکه ژوند کوونکي دي، ټول کال فعال وي. لامبو وهلای شي خو ونو او ډبرو ته په ختلو کله نده لیدل شوی. په هغه چاپېریال کې چې ځمکه په ګڼه توګه پوښل شوي وي د ورځې لخوا فعال وي خو کله چې تودوخه زیاته وي د شپې لخوا فعالیت کوي. په هغو ځایونو کې زیات وي چې مړاوې شوي ګڼ واښه لري، د څر په ځمکو کې ژوند کوي، د سمندر غاړو په وښو کې هم پیدا کیږي. د ځنګلونو په هغو برخو کې هم شته وي چې وښو پوښلې وي.
Comments
So empty here ... leave a comment!