Mexican hairy dwarf porcupine – د مکسیکو ببر لنډی شکوڼ
د ډول علمي نوم یې (Coendou mexicanus) دی. په اېرېتیزونتیدای کورنۍ (family Erethizontidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. مخکې په (Sphiggurus) نسل کې ډلبندي شوی وو خو اوسمهال دا نسل په کوېندو کې ګډ شوی. وزن یې تر دوه نیم کیلو ګرامه پورې رسیږي. لنډ زېړ اغزن وېښته لري. په ونه کې ژوند کوونکی دی. د نښلېدو وړ لکۍ لري او خپله لکۍ د څانګو د نیولو لپاره کاروي. د شپې لخوا فعالیت کوي او کومو شپو کې چې د سپوږمۍ رڼا نه وي ډېر فعال وي. خواړه یې تازه پاڼې، غوټۍ، میوې او تخمونه دي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
کورنۍ | اېرېتیزونتیدای |
فرعي کورنۍ | اېرېتیزونتینای |
نسل | کوېندو |
Comments
So empty here ... leave a comment!