د ډول علمي نوم یې (Spalax ehrenbergi) ده. په سپالاسیدای کورنۍ (family Spalacidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. بل نوم یې د فلسطین سارایي موږک (Palestine mole-rat) ده. تر ۲۰۰ ګرامه پورې وزن کوي. څلور تېره غاښونه لري دوه غټ په پاسه ژامه کې او دوه واړه په لاندې کې وي. تر ۸۰ سانتي متره پورې ژور تونل باسي او داخل کې یې د پیازو او شنو د ذخیره کولو لپاره خونه جوړوي. په مصر، عراق، اسرایل، جوردان، لبنان، لیبیا، سوریه او ترکیه کې پیدا کیږي. اسرایل یې د سرطان د څېړنو لپاره په لابراتوارونو کې کاروي ځکه چې دا ژوی له سرطان سره خورا زیات مقاومت لري. په (Manov et al., BMC Biology, 2013) کتاب کې تاسې سرطان ته د مقاومت په اړه ټول مالومات کتلای شی.
Post Views: 123
Comments
So empty here ... leave a comment!