Mohammad Ahmad Qaderi – محمد احمد قادري

د ۱۹۵۸ کال د ډسمبر په ۲۵ نېټه د پاکستان په سند ایالت کې زېږېدلی. د پاکستان په کراچۍ پوهنتون کې د سیاسي چارو کار پوه او د پوهنتون سیاسي څانګې ریس دی. مخکې یې په نظیر حسین پوهنتون کې دنده لرله. په شمالي امریکا، کاناډا او بحرین کې د اسلامي زده کړو او د کلتوري څېړنو د مرکز بنسټګر دی. د عصري نړۍ او اسلام په اړه یې زیات شمېر کتابونه لیکلي.

بیوګرافي
په ۱۹۵۸ کې د پاکستان په سند ایالت کې زېږېدلی، په قوم هاشم دی. مور او پلار یې د هند په حیدر اباد کې اوسېدل وروسته پاکستان ته راغلل. د احمد قادري مشر ورور حفیظ محمد عبدالله قادري هم پخوا د کراچۍ په پوهنتون کې د سیاسي څانګې ریس تېر شوی. ورور یې په پاکستان کې لمړی ړوند پي اېچ ډي لرونکی محقق ګڼل کیږي. پلار یې شیخ میا باچا قادري کله چې پاکستان ته راغی کوچنیانو ته یې وړیا قراني زده کړې ورکولې او د نفقې پوره کولو لپاره یې د لوبو توکي جوړول او پلورل. له خپلو چارو تر لاسه کوونکې پیسې یې تر ډېره د خپلو اولادونو په زده کړو مصرفولې.
 
محمد احمد قادري چې کله له اسلامي زده کړو فراغت ترلاسه کړ ورسره یې په قانون کې هم لیسانس پورې زده کړې پای ته رسولې. وروسته یې په اسلامي زده کرو کې ماسټري وکړه، عربي ژبه یې ولوسته، د کراچۍ په پوهنتون کې یې په سیاسي ساینس کې ایم اې، ایم فېل او پي اېچ ډي وکړه. د نورو چارو تر څنګ یې ۳۰ کاله د کراچۍ په پوهنتون کې د استاد توګه او نورو پوسټونو باندې دنده ترسره کړې. په همدې پوهنتون کې د هنر او سیاسي څانګې ریس هم پاتې شوی.

د کتابونو نوملړ یې لاندې وګورئ :
2020 – Western Perceptions of Islam and Global Terrorism
د اسلام او نړیوال تروریزم په اړه د لویدیځ تصور
2008 – World Peace Order: Towards an International State
د سولې نړیوال نظم: د نړیوال دولت په لور
Ramadan: The Month of Patience, Empathy, and Self-Purification
روژه د صبر، خواخوږۍ او ځان پاکولو میاشت
Visiting the Holy City of Madinah, the Radiant
د مدینې منورې د سپېڅلي ښار لیدنه
Quranic Therapy: Heal Yourself Part 1
قراني درملنه د خپل ځان درملنه وکړئ
Quranic Therapy: Heal Yourself Part 2
قراني درملنه د خپل ځان درملنه وکړئ
The Muslim World: Hope in the New Millennium
د مسلمانانو نړۍ : په تازه زرو کالو کې هیله
The Science of Dreams
د خوبونو ساینس
Peace and Tolerance in Islam
په اسلام کې زغم او سوله
Reviving Love for the Holy Prophet Muhammad (PBUH)
د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره مینه را ژوندی کول
Blessings on the Prophet Muhammad (PBUH)
درود په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم
Islamic Public Administration: Theory and Practice
اسلامي عامه اداره: نظریه او عمل
Pakistan Siyasat mein Ulema Ka Kirdaar / The Role of Religio-Political Elite in Pakistan: 1947-1977
په پاکستاني سیاست کې د علما کردار ۱۹۴۷-۱۹۷۷

Professor Dr. Muhammad Ahmed Qadri Profile

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons