Morgan – مورګان
د اسونو نسل ده، پخوا په متحد ایالتونو کې په پراخه کچه خلکو ساتلي وو خو وروسته چا نه خوښول او نسل اخیستنه یې هم یوازې حکومت کوله. نسل یې د جسټین مورګان (Justin Morgan) په نامه اس څخه اخیستل شوی کوم چې په ۱۸۲۱ کې مړ شو. مورګان جوسټین د عربي اس او تورو برېډ ګډ بچی وو.
د مورګان اسونو قد له ۱۴۵ تر ۱۵۵ سانتي متره پورې لوړیږي وزن یې له ۴۰۰ تر ۵۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د هرې موخې لپاره ترې کار اخیستل کیږي. په متحده ایالتونو کې یې د مالوماتو د ثبت اداره (American Morgan Horse Association) په ۱۹۰۹ کې جوړه شوه خو په ۱۸۹۴ کې یې لمړي ثبت شوي مالومات خپاره شوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!