Mountain goat – غریزه وزه

د دې وزو علمي نوم اورایمنوس امېرېکنوس (Oreamnos americanus) او په انګرېزۍ کې ورته (Rocky Mountain goat) نوم هم اخلي، شخوند وهونکې دي، د کورنۍ نوم یې بوویدای (Bovidae) او د ډلې ڼوم یې ارتیو دکتیلا (order Artiodactyla) ده. دا وزې ډېرې چابکې دي، د واورې په امبارونو باندې د ګرزېدو په هنر پوهیګي، د غره هر ډول ګړنګ ته کوزېدالای ختلای شي.
 
غریزې وزې د انتېلوپ له روپی کاپریني توکم (tribe Rupicaprini) سره تړاو لري خو له انتېلوپ سره په جوړښت او چلند کې توپیر لري؛ چلند او جوړښت یې وزې او پسونو سره نږدې ده. په متحده ایالتونو کې له یوکون او الاساکا تر اوتا پورې پیدا کیږي خو په برتانوۍ کولمبیا کې پرېمانه دي. د نسل اخیستنې لپاره ځینو سیمو ته هم انتقال شوي.
 
د دې وزو د نر په مخکنیو پښو کې لوړوالی تر یو متر (۳۹ انچه) پورې او وزن یې ۱۲۰ کیلو ګرامه (۲۶۰ پونډه) پورې رسیږي. د ښځې وزن یې ۶۰–۹۰ کیلو ګرامه (۱۳۰–۲۰۰ پونډه) پورې وي. له ۵ تر ۲۵ سانتي متره پورې اوږده ښکرونه لري. خپله کې یو بل سره ښکرونه یا سرونه نه جنګوي او د جنګ کولو پر وخت یو بل په خېټه یا د بدن بله نرمه برخه کې په ښکر وهي. خپلمنځ کې لکه د پسونو او وزو په شوق باندې شخړه نکوي او د شخړې کولو هیله هم نلري.
 
د غرونو په مختلف ډوله بوټو، پاڼو او وښو خپل ځان تغذیه کوي. ډېر وخت په ځینو سیمو کې دا بوټي او پاڼې د واورې له لاندې راباسي. په غریزو سیمو کې منرالونه څټي په ځانګړې توګه سلفر له کوم چې ( amino acids cysteine and methionine) ترکیب کوي او د وېښتو په لوېدو کې یې مرسته کوي. نر یې یوازې ژوند کوي خو ښځې یې په رمه کې ګرځي او کله چې ژمی شي په رمه کې ګرځېدونکې ښځې له نرانو سره د جنسي نزدیکت لپاره سیمې ټاکي. په نومبر او ډسمبر کې یې د جنسي نزدیکت موده ده او له جنسي نزدیکت څخه وروسته نران بېرته له ځان څخه لرې شړي. د اومیندوارۍ موده یې ۱۸۰ ورځې ده، د پسرلي په پای کې یو خو ډېر کم وخت دوه بچیان زېږوي. ښځې یې د بچیانو په ساتنه کې ډېرې فعالې دي او له زېږون وروسته له نورو رمو سره خپله سیمه ټاکي، کله یې چې بچیان غټ شي بېرته خپله کې د رمې په توګه څریږي. د کال په اوږدو کې که نران ورنږدې شي د ښځې لخوا په ښکرو وهل کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons