Mouse opossum – اوپوسم موږک

په انګریزۍ کې ورته (murine opossum) نوم هم اخلي د مارسوپیل ۵۵ ګروپونه دي، په مرکزي او جنوبي امریکا کې ژوند کوي، د دیدېلفیدای کورنۍ غړي (family Didelphidae) او په دیدېلفینای فرعي کورنۍ (subfamily Didelphinae) شامل دي. مخکې دا ټول په مرموسا نسل (genus Marmosa) کې شامل وو خو اوس په اتو نسلونو کې ډلبندي شوي چې هر یو یې: ډنګر یا واړه موږک اوپوسم (gracile mouse opossums) د ګراسیلينانوس نسل (genus Gracilinanus) ده شپږ ډوله لري، ریښتیني موږک اوپوسم (true mouse opossums) د مرموسا نسل (genus Marmosa) ده لس ډوله لري، قلمي موږک اوپوسم (slender mouse opossums) د مرموسوپس نسل (Marmosops) ده پنځلس ډولونه پکې موجود دي، وړۍ لرونکی موږک اوپوسم (woolly mouse opossums) د میکروس نسل (genus Micoureus) ده شپږ ډوله پکې شامل دي، د ډبلې لکۍ موږک اوپوسم (fat-tailed mouse opossums) د تیلامیس نسل (genus Thylamys) ده لس ډوله لري چې په درې نسلونو کې ډلبندي شوي : لنډ قدي (pygmy) کاکودېلفیس نسل (genus Chacodelphys) ده، خړ (gray) د تلاکواتزین نسل (genus Tlacuatzin) ده، کالونوسکي (Kalinowski’s) د هیلادېلفیس نسل (Kalinowski’s) ده.
 
خړ موږک اوپوسم یوازې په مکسیکو کې پیدا کیږي، ریښتیني موږک اوپوسم له مکسیکو او مرکزي امریکا تر جنوبي امریکا پورې شته دي، وړۍ لرونکي موږک اوپوسم له بېلیز تر برازیل (په مرکزي او جنوبي امریکا کې ژوند کوي). نور ټول یوازې په جنوبي امریکا کې دي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons