Muntjac – غپېدونکې هوسۍ

د وړو او منځنۍ کچې ۷ ډوله اسیایي هوسۍ دي کوم چې د مونتیاکوس نسل (genus Muntiacus) جوړوي، په انګریزۍ کې ورته (barking deer) نوم هم اخلي، د کورنۍ نوم یې سېرویدای (family Cervidae) او د ډلې نوم یې ارتیو دکتیلا (order Artiodactyla) ده. غپېدونکې هوسۍ نوم یې غپېدو ته د غږ له ورته والي اخیستل شوی.
د شپې لخوا فعالې یا ژوند کوونکې دي، انفرادي یا په یوازېتوب کې ژوند کوي، په کومو سیمو کې چې ډبل شنه پیدا کیږي هلته ژوند کول خوښوي، په هند، جنوبي اسیا، د چین په جنوب کې پیدا کیږي خوځینې یې د نسل اخیستنې لپاره انګلستان او فرانسې ته هم انتقال شوي. فیا ډول (Fea’s muntjac) د ډول علمي نوم یې (Muntiacus feae) ده, ډېر کم شمېر پاتې دي او نسل یې له منځه تلو سره مخ ده.
د دې هوسیو لوړوالی تر ۴۰–۶۵ سانتي متره (۱۵–۲۵ انچه) پورې او وزن یې تر ۱۵–۳۵ کیلو ګرامه (۳۳–۷۷ پونډه) پورې رسیږي. رنګونه یې له خړ نصواري تر سور تېز نصواري شته دي. نر یې اوږده کانین غاښونه لري چې له خولې یې بهر وتلي وي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons