Muridae – موریډای

موریډای (Muridae) یا موریډ (murids) د شخوند وهونکو تر ټولو لویه کورنۍ ده، تر ۷۰۰ زیات د شخوند وهونکو ډولونه پکې شامل دي. په اوراسیا، استرالیا، افریقا او اسیا کې پیدا کیږي. موریډای د لاتیني ژبې له (mus) څخه اخیستل شوې کلیمه ده ملکي حالت یې (muris) ده او مانا یې مږه ده.
 
له ځینې سمندري ټاپو ګانو کې او انترکتیکا پرته موریډ تقریبا د نړۍ په هره سیمه کې شته. تور موږک، نسواري موږک او د کور مږه او یو څو نور ډولونه یې له انسانانو سره ټولې نړۍ ته خپاره شوي. په امریکا کې شته دي خو د هېڅ یوه ډول یا نسل هم اصلي ځای امریکا نده بلکې امریکا ته انتقال شوي دي. د ایکو سیستم په مختلفو چاپېریالونو کې ژوند کوي. موریډ سمڅې ویستونکي، په ونو کې ژوند کوونکي او نیمه په اوبو کې ژوند کوونکي ډولونه لري خو ډېری یې په ځمکه ژوند کوونکي دي.
 
ځینې واښه خوړونکي، ډېری یې هر څه خوړونکي دي او همداسې ځینې ډولونه یې یوازې مرخیړي خوري او ځینې بیا د اوبو په حشرو ځان تغذیه کوي. زیات ډولونه یې خپل ځان په بوټو او وړو بې شمزیو تغذیه کوي. ځینې یې تخمونه په خپلو غارونو کې ذخیره کوي تر څو په ژمي کې ځان پرې تغذیه کړي. کانین او واړه د ژرندې غاښونه نلري او معمولا درې د ژرندې غاښونه خو ځینې ډولونه یې یو یا دوه د ژرندې غاښونه لري. په هر ډول کې یې د ژرندې د غاښونو جوړښت توپیر لري.
 
ځینې موریډ ډېر ټولنیز چلند لري. په کال کې څوځلې بچیان زېږوي. په ګرمو سیمو کې ممکن د کال په هر وخت کې د مثل تولید وکړي. ډېری یې تر دوه کالو کم عمر لري. په ډېر چټکۍ سره یې نسل زیاتیږي خو که چېرې د خوړو سرچینې نه وي په ډېر چټکۍ سره یې نسل کې کمی رامنځته کیږي. په ادبیاتو کې هم په ډېرو افسانو، کیسو کې د دې ژو یادونه شوې.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ موریډای
موریډای کورنۍ په پنځه فرعي کورنیو وېشل شوې
Mouse white background
House mouse (Mus musculus)

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons