Musk deer – مشک هوسۍ

د ډول علمي نوم یې (Moschus moschiferus) ده، د کورنۍ نوم یې سېرویدای (family Cervidae) او د ډلې نوم یې ارتیو دکتیلا (order Artiodactyla) ده. یوازې ژوند کوونکې هوسۍ دي، شرمنېدونکی حیوان ګڼل کیږي او له سایبیریا تر هیمالیا پورې غرونو کې ژوند کوي. ښکرونه نلري، غوږونه یې اوږده دي، لنډه لکۍ لري او د نورو هوسیو برعکس د صفرا کیسه لري. د بدن رنګ یې خړ نصواري وي. د مخکنیو پښو په ولیو کې یې لوړوالی تر ۵۰–۶۰ سانتي متره (۲۰–۲۴ انچه) پورې رسیږي، دوه اوږده کانین غاښونه لري چې له خولې یې بهر وتلي وي او په خیټه کې د مشک د تولید غړی لري. د دې هوسۍ مشک په صابون او عطرو کې کاریږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons