Musk ox – مشک غوییز
د ډول علمي نوم یې (Ovibos moschatus) ده، په انګریزۍ کې یې د اسم جمع (musk oxen) ده، د شمالي قطب شخوند وهونکي، بوټ یا سومان لرونکي، تی لرونکي غوییز دي چې بدن یې ګڼ وېښته لري. د کورنۍ نوم یې بوویدای (Bovidae) او د ډلې نوم یې ارتیو دکتیلا (order Artiodactyla) ده. لنډه غاړه، غټ سر، لنډ اوربوز، غټې څوربې پښې لري. بدن یې د مشک په څېر بوی کوي، شکل یې غوییزو ته ورته ده او له همدې امله ورته مشک غویی وایي مګر غوییزو سره کوم تړاو نلري او د غره له وزې لکه شاموا او پسونو سره نږدې چلند او جوړښت لري او له همدې امله د بووید په فرعي کورنۍ کاپرینای (bovid subfamily Caprinae) کې له وزو او پسونو سره ډلبندي شوي.
د دې غوییزو د بدن کچه د نړۍ په هره سیمه کې توپیر لري: د کاناډا په بارن ګرونډ سیمه کې چې کوم پیدا کیږي لوړوالی یې تر ۱۳۵ سانتي متره (۵۳ انچه) پورې او وزن یې تر ۳۴۰ کیلس ګرامه (۷۵۰ پونډه) ته رسیږي. ښځینه یې تر ۲۵۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. کوم چې په جنوبي سیمو کې ژوند کوي تر هغو چې په شمالي سیمو کې دي غټ بدن لري. دواړه نر او ښځه یې ښکرونه لري او د زاړه شوي نر ښکرونه یې تر ۶۰ سانتي متره (۲۴ انچه) پورې اوږدیږي. بدن یې اوږده وېښته لري چې تر پښو پورې رسیږي، لکۍ او غوږونه د مخ څه برخه یې په وېښتو پټه وي. وېښتو ته یې په انګریزۍ کې (qiviut or qiveut) نومونه اخلي کوم چې په اوړي کې بېرته دوړیږي. له وېښتو څخه یې یو ډول نرم تار جوړیږي.
خپلمنځ کې ۲۰–۳۰ پورې ګله ګرځي، برید کوونکی چلند نلري خو که چېرې په دې غوییزو برید وشي غټ یې له وړو بچیان د داېرې په څېر تاویږي او خپل بچیان د شمالي قطب له سپیانو او لیوانو ساتي. خو دا چلند یې یوازې د وحشي حیواناتو خلاف اغیزناک ده خو چې کله له انسانانو سره مخ شي او دا ډول چلند اختیار کړي نو خورا زېات زېان ویني. د ونې په پاڼو، وړو بوټو او وښو خپل ځان تغذیه کوي. په اوړي کې یې بدن ډېر زېات شحم ذخیره کوي چې بېرته یې په ژمي کې کاروي. د اوړي په پای کې یې د جنسي نزدیکت موده ده چې تر دوه میاشتو پورې دوام کوي، د اومیندوارۍ موده یې ۲۴۴–۲۵۲ ورځې ده، یو بچی زېږوي.
په پلېسټوسېن وخت کې کوم چې ۱۱۷۰۰ کاله او ۲.۶ میلیونه کاله وړاندې تر منځ تېر شوی دا غوییز یوازې په یوه قطب کې وو خو چې کله د یخ عصر (Ice age) پای ته ورسېده د کاناډا په شمال کې، ګرین لنډ، او د شمالي قطب په ټاپو ګانو کې محدود پاتې شول. د ۱۹ پېړۍ په پای کې یې خلکو په ښکار پېل وکړ او نسل یې له ورکېدو سره مخ شو خو وروسته یې قانوني ساتنې د شمېر په زېاتېدو کې مرسته وکړه. د دې غوییزو نسل سایبیریا او اسکاندیناوي ملکونو ته هم انتقال شوی له دې پرته الاسکا او نن ایواک ټاپو ته هم وړل شوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!