Myrmecophagidae – میرمیکوفاجیدای

میرمیکوفاجیدای د مېږي خورو کورنۍ ده. میرمیکوفاجیدای نوم له یونانۍ کلیمو ترکیب شوی د (myrmeco) مانا مېږی ده او د (phagos) مانا خوړل ده. په دې کورنۍ کې دوه نسلونه او درې ډولونه شامل دي چې غټ مېږی خور (giant anteater)، تامندوا (tamanduas) او اوسمهال د فوسیل په توګه پیدا کېدونکی یوروتامندوا (Eurotamandua) ده.
 
ځانګړنې
میرمیکوفاجید اوږده پوزونه لري، پښې یې ځواکمنې منګولې لري کومې چې د مېږیو د ځالې راسپړلو لپاره کاروي. غاښونه نلري خو خوله یې ټینګې لاړې لري کومې چې د حشرو نښلېدو کې مرسته کوي. په وحشي ژوند کې یې خواړه یوازې مېږیان او د اوبو سپیان (termites) دي. له خپلو خوړو د اوبو اړتیا هم پوره کوي خو کله کله په ډنډونو کې اوبه هم څکي. ډېر کم وخت میوې هم خوري.
 
وېش
په مرکزي او سوېلې امریکا کې له بېلیز او ګوتمالا تر د ارجنټینا شمال پورې پیدا کیږي.
 
د مثل تولید
میرمیکوفاجید یوازې ژوند کوونکي دي او یوازې د مثل د تولید لپاره سره یو ځای کیږي. پولي ګاموس دي په دې مانا چې نر او ښځه یې له هر نر او هرې ښځې سره جنسي نزدیکت کوي. نر یې د بچیانو پاملرنه کې کوم رول نلري. ورېښمین مېږی خور پکې استثنا ده او نر یې خپل واړه بچیان تغذیه کوي. د میرمیکوفاجید د بلاربښت موده له ۱۲۰ تر ۱۹۰ ورځو پورې ده. یو بچی زېږوي او له پیدا کېدو وروسته یې بچی له ۶ تر ۹ میاشتو پورې د خپلې مور په ملا سپور له مور سره ګرځي. منګولې یې ډېرې تېرې دي او ډېر وخت د بچي لمس کولو پر وخت خپل بچی پرې ټپي کوي.
 
د تکامل مخینه
میرمیکوفاجید له زېنارترا ډلې سره تړاو لري د زېنارترا ډلې پخوانی نوم اېدېنتاتا (Edentata) وو. په زېنارترا ډله کې سلوت او ارمادیلو هم شامل دي. اېدېنتات (Edentates) بې غاښو ته وایي او د کرېتاسیوس دورې (تقریبا ۱۳۵میلیونه کاله وړاندې) حشره خوړونکو ته رجوع کوي. فوسیلي مالومات یې د سوېلې امریکا تر میوسین دورې ( تقریبا ۲۵ میلیونه کاله وړاندې) پورې مالوم دي. د تکامل په مخینه کې یوازې په یوه محدوده سیمه کې اوسیدلي او ممکن نسل یې د مکسیکو تر شمال پورې خپور شوی وي.
 
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله پیلوسا
فرعي ډله ویرمیلینګوا
    کورنۍ میرمیکوفاجیدای
ډلبندي

Order: Pilosa

  • Suborder: Folivora
  • Suborder: Vermilingua
    • Family: Cyclopedidae
    • Family: Myrmecophagidae
      • Genus: Protamandua
        Genus: Myrmecophaga

        • Species: Myrmecophaga tridactyla – giant anteater
      • Genus: Neotamandua
      • Genus: Tamandua
        • Species: Tamandua mexicana – northern tamandua
        • Species: Tamandua tetradactyla – southern tamandua
Myresluger2
Giant anteater (Myrmecophaga tridactyla), Copenhagen Zoo, Denmark, 2005. Photo by Malene Thyssen

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons