Naked Neck – لوڅ غاړي چرګان
د چرګانو نسل دی کوم چې په طبیعي توګه په غاړه کې بڼکې نلري. په انګریزۍ کې ورته (Transylvanian Naked Neck or Turken) نومونه هم اخلي. اصلي ځای یې د رومانیا ټرانسلوانیا ده او په لویه کچه یې نسل جرمني کې اخیستل شوی. په اروپا او سوېلې امریکا کې پرېمانه دي خو په شمالي امریکا کې ډېر کم پیدا کیږي. په اسانۍ سره یې نسل له نورو چرګانو سره ګډیدلای شي. ډېری چرګان کوم چې لغړه غاړه لري ریښتیني لوڅ غاړي نه دي بلکې دوه رګه شوی نسل دی. د چرګ وزن یې تر ۴ کیلو ګرامه او د چرګې تر ۳ کیلو ګرامه پورې رسیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!