Necktie – نېکټایي یا د غاړې غوټه
نیکټایي (necktie) ته په انګرېزۍ یوازې (tie) نوم هم اخلي، اوږده ټوټه ده، معمولا نران یې اغوندي د زینت لپاره یې له غاړې چار چاپېره تاووي او مرۍ سره یې غوټه کوي. ډولونه یې د (ascot tie, bow tie, bolo tie, zipper tie, cravat, Knit Tie and clip-on tie) په نومونو یادیږي. عصري نیکټایي، بو او اسکوټ ټایي له کراوات ډول څخه نقل شوي. معمولا کچه نلري خو اوږدې هم شته دي. په ځینې کلتورونو کې نیکټایي د دندې پر وخت کار ته اغوستل کیږي. ځینې ښځې یې هم اغوندي خو د نرانو په څېر نه بلکې ډېر کم وخت د استثنا په توګه. نیکټایي د یونیفارم یوه برخه هم ده لکه د ښوونځي، پوځ او داسې نورو یونیفارمونو …
نیکټایي ډېر اوږد تاریخ لري ډېر پخوا د روم پوځ اغوستلې او له دې پرته د ډلو ټپلو د غړیتوب نښان هم وو او د یوه سمبول په توګه کارېده. ځینو له غاړې تاووله او ځینو د سمال په توګه کاروله. عصري نیکټایي له اروپا څخه خپره شوې او په لمړي ځل د ۱۶۱۸–۱۶۴۸ ترمنځ کله چې د دېرشو کالو د جګړې په نامه جګړه وه په دې وخت کې فرانسې اجیر پوځ لره کوم چې د کرویشیا وو او د پیسو بدل کې به یې جګړه کوله دې پوځیانو به خپل دودیز دسمالونه له غاړې تاوول کوم چې د پاریس خلکو خوښول. په دې وخت کې د فرانسې پاچا څوارلسم لویي (Louis XIV) ډېر ځوان وو او په کال ۱۶۴۶ کې یې همدا دسمال له غاړې تاوول پېل کړل. په دې وخت کې د پاچا عمر ۷ کاله وو او د سلطنتي ښکلا نندارې ته بول شوی وو په کومې ننداره کې یې چې همدا دسمال هم کارولی وو. کله چې پاچا خلکو له دې دسمال سره ولیده نو په اروپا کې یې نر او ښځو دواړو پېښې پیل کړې له کومې چې بلاخره نیکټایي جوړه شوه. هر کال د اکتوبر په ۱۸ د نیکټایي ورځ په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږي.
روغتیا او محافظت
د غاړې غوټې یا نېکټايي کې د نښتو او زندۍ کېدو، عفونیت او د رګونو تنګېدو (vasoconstriction) خطر هم لري. د ۲۰۱۸ کال مطالعه کومه چې نیورو راډیولوجي جورنال خپره کړې ښي چې د نېکټايي د غوټې کمه اندازه تنګېدل هم د ۷.۵ فیصده مغزي رګونو د فعالیت مخنیوی کولای شي. په ۲۰۱۳ کې په (British Journal of Ophthalmology) کې خپرې شوې مطالعې موندلې چې د سترګو داخل کې لوړ شوی فشار هغو خلکو کې چې کمزوري رېټینا لري دا روغتیایي حالت پکې زیاتولی شي. کوم کسان چې سترګو کې ګلوکوما روغتیایي حالت لري د نېکټایي اغوستل یې سترګو ته لوی ګواښ کېدلای شي.
پکې نښتل او زندۍ کېدل، که چېرې یو کس په ماشینونو کار کوي تر ډېره امکان شته چې خپل ځان په نېکټایي زندۍ کړي. کوم کسان چې د بېړنیو روغتیایي مرستو په امبولانس کې کار کوي ځای ته په رسېدو له اغېزمن کس په لمړي ګام کې نېکټایي لرې کوي تر څو یې ساه بنده نشي. نېکټایي په روغتون کې د ناروغیو وېکټور هم ګڼل کیږي خو له دې سره سره بیا یې هم ځینې ډاکټران او د غاښونو ډاکټران د مسلکي انځور لرلو لپاره اغوندي. د ۲۰۰۷ کال د د سپټمبر په ۱۷ نېټه، د انګلستان ټولو روغتونونو کې یې اغوستل بند اعلان شو.
په انګلستان کې پولیس، ترافیک او ساتونکي اړ دي او د قرارداد برخه یې ده چې باید نېکټایي واغوندي خو که چېرې لاس ګرېوان شي او یا هم د شخړې پر مهال که چېرې نېکټایي تنګه شي نو نېکټایي کې کلېپ لري او خپله نېکټایي پرې پرانیستلای شي
Comments
So empty here ... leave a comment!