Neontology – نیونټولوجي
نیونټولوجي د بیولوجي برخه ده او د زولوجي یوه څانګه ده کوم چې په اوسمهال کې ژوندي غړي مطالعه کوي او یا هم چې په وروستیو کې یې نسل له منځه تللی وي د هغو ژو مطالعه کوي. برعکس پالیونټولوجي فوسیلي یا هغه ژوي مطالعه کوي چې اوسمهال یې نسل له منځه تللی وي. نیونټولوجي په اوسمهال کې د ژو ژوندي ډولونه، نسلونه او کورنۍ مطالعه کوي.
موز یا اېلک هوسۍ د ډول علمي نوم یې (Alces alces) ده په اوسمهال کې ژوندی ډول ده خو ډوډو (dodo) یې له منځه تللی ډول چې اوسمهال کې هېڅ ژوندی غړی نلري. د نرمې تنې ژوي یا د حلزون ګروپ ته سفالوپوډ نوم اخلي په ۱۹۸۷ کال کې په دې ګروپ کې ۶۰۰ ډولونه ژوندي وو او د ۷۵۰۰ ډولونو ټول غړي یې له منځه تللي وو. کوم چې اوسمهال کې ژوندي دي نیونټولوجي یې مطالعه کوي او کوم چې د فوسیل په توګه پیدا کیږي پالیونټولوجي یې مطالعه کوي.
ډول، نسل، کورنۍ او یا ډله هغه وخت له منځه تللې ګڼل کیږي چې په پراخه کچه کارپوهانو په دې باور وي چې هېڅ ژوندی غړی نلري. همداسې د ژو د هغه ګروپ چې ګمان کیږي نسل یې له منځه تللی که چېرې ژوندي غړي یې بیا وموندل شي نو بېرته په اوسمهال کې د ژوندیو ګروپ ته اضافه کیږي.
زیات بیولوجي پوهان، زولوجي پوهان او بوټپوهان په عمل کې نیونټولوجي پوهان دي او د نیونټولوجي اصطلاح یواز پالیولونتولوجي پوهان په بیولوجي او زولوجي کې د هغو کسانو لپاره کاروي چې دنده یې د فوسیلي ژو او بوټو مطالعه نه وي.
نیولونتولوجیکي د تکامل بیولوجي د ۱۰۰ او ۱۰۰۰ کلونو ترمنځ موقتي لرلید لري. د نیولونتولوجي بنسټ پر شکل اخیستنې او طبیعي انتخاب باندې تکیه کوي. زیات په تجربې باندې تاکید کوي. د مورفولوجي او جنتیک د څېړنې لپاره د کلاډیسټیک طریقه کاروي. زیات په جنتیکي مالوماتو او د نسل په جوړښت تاکید کوي. کله چې ساینسي ټولنې د تکامل په اړه نظریه ومنله نو ډلبندي فیلوجنتیک شوه.
Comments
So empty here ... leave a comment!