Neotropical pygmy squirrel – د سوېلې امریکا لنډی نولی
د ډول علمي نوم یې (Sciurillus pusillus) ده. د امریکا په ونه کې ژوند کوونکی نولی ده. په سکیوریلینای فرعي کورنۍ (Subfamily Sciurillinae) او سکیوریلوس نسل (genus Sciurillus) کې یوازینی په اوسمهال کې ژوندی غړی ده. په سکیوریډای کورنۍ (family Sciuridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. جنتیکي مالوماتو ښودلې چې د نولي له ټولو ګروپونو سره تړاو لري.
د سر او تنې اوږدوالی یې تر ۱۰ سانتي متره او د لکۍ تر ۱۱ سانتي متره پورې وي. وزن یې له ۳۰ تر ۴۸ ګرامه پورې رسیږي. ښځه یې شپږ تیان لري. د سوېلې امریکا په شمال کې په څلور لویو سیمو کې پیدا کیږي: په فرانسوۍ ګینا، سورینم، مرکزي برازیل، د پېرو په شمال کې او د کولمبیا په سوېل کې شته دي. د ورځې لخوا ژوند کوونکی ده، تر ۹ متره پورې لوړو ونو کې ژوند کوي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
فرعي ډله | سکیورومورفا |
کورنۍ | سکیوریډای |
فرعي کورنۍ | سکیوریلینای |
نسل | سکیوریلوس |
Comments
So empty here ... leave a comment!