New Holland mouse

د ډول علمي نوم یې (Pseudomys novaehollandiae) دی. په موریډای کورنۍ کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په لمړي ځل په ۱۸۴۳ کې تشرېح شوې وه خو په دوېم ځل یوه پېړۍ وروسته په ۱۹۶۷ کې په سایډني کې وموندل شوه. په تاسمانیا، ویکتوریا او کوین لنډ کې هم شته دي.
 
بدن یې خړ نسواري رنګ لري. کومې په تاسمانیا کې پیدا کیږي له نورو څخه د بدن کچه کې کمه اندازه غټې دي. دشپې لخوا فعالې یا ژوند کوونکې دي. خواړه یې پاڼې، تخمونه، مرخیړي او واړه بې شمزي دي. د اګسټ او جنوري تر منځ د مثل تولید کوي، په لمړي ځل یوازې یو بچی زېږوي خو په دوېم ځل تر څلورو پورې بچیان زېږولای شي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ موریډای
فرعي کورنۍ مورینای
نسل پسیدومیس
Pseudomys novaehollandiae
New Holland Mouse, Pseudomys novaehollandiae. Photo by Doug Beckers

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons