Notre-Dame de Paris
د (Notre-Dame Cathedral) په نامه هم یادیږي، د فرانسې په پاریس کې جامع کلیسا (cathedral) ده. د منځنیو پېړیو ګوتېک تر ټولو نامتو جامع کلیسا ګڼل کیږي. د نامتو کېدو لامل یې د کلیسا کچه، زوړوالی او معماري ده. د ایل دو له سیتې (Île de la Cité) په ختیځ پای کې موقیعت لري. د دوه زړو کلیساګانو په کنډولو جوړه شوې ده. بنسټ یې د پاریس یوه راهب (Maurice de Sully) ایښی چا چې په ۱۱۶۰ کال کې دوه بازیلیکا یا داوږده صالون لرونکو کلیساګانو (basilica) کنډوالی په یوه تعمیر بدلې کړې. د بنسټ ډبره یې درېم الکسندر پاپ (Pope Alexander III) په ۱۱۶۳ کې کېښوده، محراب (altar) یې په ۱۱۸۹ کې جوړ شو. د ډلیزه مذهبې سندرو لپاره ځای، د کلیسا مرکزي برخه او د کلیسا لوېدیځ لور ته برخه یې په ۱۲۵۰ کې ورغول شول او ۱۰۰ کاله وروسته په ودانۍ کې نوره اضافه وشوه. په ۱۹ پېړۍ کې هم کار پرې شوی او د کلیسا ځینې برخې یې زیاتې کړي.
د څو پېړیو په اوږدو کې یې ځینې برخې جګړو او سیاسي مخالفتونو ورانې کړې وې خو له انقلاب وروسته ناپلیون هڅه وکړه چې له ممکنې وېجاړۍ یې وژغوري. ناپلیون هم خپل ځان په همدې کلیسا کې د فرانسې د امپراتورۍ امپراتور په ۱۸۰۴ کې اعلان کړی. بیا رغونه یې د فرانسې نامتو مهندس (E.-E. Viollet-le-Duc) په ۱۹ پېړۍ کې کرې
Comments
So empty here ... leave a comment!