Oecobiidae – اویوکوبي ایډای کورنۍ
د غڼو کورنۍ ده. د (disc web spiders) په نامه هم یادیږي. تقریبا ۱۰۰ مطالعه شوي او تشرېح شوي ډولونه لري. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۲ ملي متره تر ۲ سانتي متره پورې وي. مخکینۍ پښې یې مخکې لور ته اوږدې شوې وي. مقعدي مرغړي لري او په مرغړیو یې وېښته وي. مختلف رنګونه لري او په ملا کې یې د بل رنګ واړه خالونه موجود وي. د ملا کاراپاس یا د زغرې قاب یې ګرد شوی وي. له شپږ تر اتو پورې سترګې لري. سترګې یې د ملا د سطحې مخکیني پای کې وي.
د ډبرو لاندې یا پاسه موقتي ستوري ته ورته ځالې جوړوي. د ځالې لاندې یا د ځالې تر څنګ پټیږي او په پراخه کچه مېږیان ښکار کوي. ځینې یې د خونو په چتونو کې ځالې جوړوي. د اویوکوبي ایډای (Oeco biidae) مانا په کور کې اوسیدونکي ده. په ټوله نړۍ کې پیدا کیږي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | جوړه پښي یا ارتروپوډا |
فرعي فایلم | چلیسراتا |
کلاس | غڼې ډوله یا اراکنید |
ډله | اراني یا ارنیای |
انفرا ډله | ارانیومورفای |
کورنۍ | اویوکوبي ایډای |
په اویوکوبي ایډای کورنۍ کې لاندې نسلونه شامل دي.
- Oecobius
- Paroecobius
- Platoecobius
- Uroctea
- Urocteana Roewer
- Uroecobius
Comments
So empty here ... leave a comment!