Ogre-faced spider – ادمخور مخې غڼه
د ډینوپیډای کورنۍ (family Dinopidae) ټولې غړې دي، د کورنۍ نوم یې (Deinopidae) هم لیکل کیږي، په ارا نې اېډا ډله (order Araneida) کې شاملې دي. د سترګو یوه جوړه یې تل غټه وي او د ادمخورې شکل ورکوي له همدې امله پرې ادمخور مخې غڼه نوم ایښودل شوی. په ټولو معتدلو سیمو کې شته. د ډینوپیس نسل (Dinopis) غړې یې له ځان سره ځاله ګرځوي او چېرې چې ښکار وویني په ښکار یې وراچوي او ځاله کې یې نیسي.
Comments
So empty here ... leave a comment!