Okapi – اوکاپي
د ډول علمي نوم یې اوکاپیا جانسټوني (Okapia johnstoni) ده، بوټ یا سومان لرونکی، تی لرونکی، شخوند وهونکی حیوان ده، د زرافې په کورني جیرافیدای (family Giraffidae) سره تړاو لري او د ډلې نوم یې ارتیو دکتیلا (order Artiodactyla) ده. د کانګو په ځنګلونو کې ژوند کوي. اوکاپي تر کال ۱۹۰۱ پورې ساینس نه وو مطالعه کړی. د سیمو کشف کوونکي یوه انګلیسي اصله امریکایي هېنري مورټون سټنلي (Sir Henry Morton Stanley) په کال ۱۸۹۰ کې په دې حیوان لیکل کړي وو.
له زرافې سره تړاو لري، لنډه غاړه لري، تېز نصواري ارغواني ته ورته رنګ لري، ټنډه او غوږونه یې کم رنګه سور رنګ لري، وروستۍ پښې یې او د مخکنیو پښو سرونه یې تور اوسپین رنګ لري. نر یې تر ۲.۵ متره (۸ فټه) پورې اوږدوالی او د مخکنیو پښو په ولیو کې تر ۱.۵ متره (۵ فټه) پورې لوړوالی لري، وزن یې تر ۲۰۰–۳۰۰ کیلو ګرامه (۴۴۰–۶۶۰ پونډه) پورې رسیږي. ښځه یې په قد کې له نر څخه لوړه وي او تقریبا ۲۵–۵۰ کیلو ګرامه وزن یې له نر څخه زېات وي. اوږده ژبه لري او ژبه یې کش کوونکې یا رانیونکې (prehensile) ده. نر یې ډېر واړه ښکرونه لري چې پوستکي پوښلي وي.
اوکاپي شرمندونکه حیوان ده، یوازې ژوند کوي، خواړه یې د ونو او بوټو پاڼې دي، ځینې مرخیړي او میوه هم خوري. ډېر وخت یې پیشو پړانګ ښکار کوي. که چېرې په بند ځای کې وساتل شي د (Monodontella giraffae, a parasitic nematode) په نامه پرازیت پرې برید کوي. په ژوبڼ کې ساتل شوي او نسل یې په بریالۍ توګه اخیستل شوی. د اومیندوارۍ نېټه یې ۱۴–۱۶ میاشتو پورې ده او یو بچی زېږوي. نر یې په ۳ کلنۍ کې بشپړ فزیکي او جنسي وده کوي او ښځه یې په ۲ کلنۍ کې. تر ۲۰–۳۰ کالو پورې ژوند کولای شي.
Comments
So empty here ... leave a comment!