Orb weaver spider – کره اوبدونکې غڼه
د رانې اېډای کورنۍ (family Araneidae) غڼې دي کورنۍ یې په نورو دوه نومونو (Argiopidae or Epeiridae) هم پېژندل کیږي. په ارانې اېډا ډله (order Araneida) کې شاملې دي. کرې ته ورته شکل کې خپله ځاله جوړوي. په ۱۶۷ نسلونو کې تر ۲۸۴۰ زیات ډولونه لري. تر ټولو زیاتې پېژندل شوې یې د باغونو غڼې (garden spiders) دي. تر ټولو زوړ ډول (Mesozygiella dunlopi) یې په ۲۰۰۶ کې د فوسیل په توګه د هسپانیا په الاوا کې پیدا او مطالعه شو. فوسیلي ډول یې د ۹۹.۶ او ۱۴۵.۵ میلیونه کاله وړاندې ترمنځ زوړ ډول ده.
Comments
So empty here ... leave a comment!