Order – ډله

په بیولوجیکي ډلبندي کې ډله (order) لاتیني (ordo)
 
۱ – د ډلبندي رتبه ده کومه چې د ژوندیو غړو په ډلبندي کې کاریږي او د نوم خوښونې یا کېښودنې له لارې پېژندل کیږي. نورې پېژندل شوې رتبې ژوندی (life)، ډومېن (domain)، پاچایي (kingdom)، قبیله، پلرونه یا څانګه ډېر پښتانه د څانګې پر ځای شجره عرب کلیمه کاروي فایلم (phylum)، کلاس (class)، کورنۍ (family)، نسل (genus)، ډول (species) دي. په دې رتبو کې د ډلې رتبه (order) له کلاس نه لاندې او له کورنۍ نه پاسه ده. له ډلې نه پورته ډله یا فوق العاده ډله (superorder) ده او فرعي ډله چې له ډلې لاندې ده (suborder) ورته وېل کیږي.
 
۲ – ډله د ډلبندۍ واحد دی. په دې حالت کې یې جمع ډلې (orders) دي او لاتیني کې (ordines ) دی. بېلګه : ټول کونګ مرغان له سټراجیفارمز ډلې (order Strigiformes) سره تړاو لري.
 
په ډله کې شاملول یا نه شاملول د ډلبندي کوونکو چاره ده. ځینې وخت په ډلبندي کې ډلپوهان هم خپله د نظر اختلاف لري. ځینې ډلبندۍ په نړیواله کچه پېژندل شوي خو ځینې یوازې په یوه سیمه کې د اعتبار وړ وي او یا یوازې په یوه سیمه کې پېژندل شوي وي.
 
د ځینې ژوندیو غړو لپاره با ثباته یا تغیر نه موندونکی وروستاړی کاریږي تر څو وښي چې رتبه یو ډله ده. د بېلګې په توګه سټراجیفارمز (Strigiformes) له درې کلیمو جوړ شوی نوم دی لمړی (strig) نوم دی دوېم د ( i ) توری له (strig) نوم سره وروستاړی دی او بیا ورپسې شکل یا فارمز (formes) کلیمه کارېدلې د ( i ) لاتیني توري مانا ” د شکل لري ” ده. د ( i ) توری د کبانو او مرغانو د ډلو شکل ښودونکی دی او د تی لرونکو او بې شمزیو د ډلو لپاره نه کاریږي. همداسې د (ales) وروستاړی د مرخیړیو، بوټو او الګي د ډلو لپاره کاریږي.
 
زولوجي
په څانګبندۍ کې د ځینو څانګو یا هغه ګروپونه چې ګډ پلرونه لري (clades) په نړیواله کچه د زولوجیکي نوم اېښودنې کوډونو رانغاړلي. ځینې اضافي ډلبندي هم کاریږي خو ټول په رسمي توګه ندي پېژندل شوي.
 
په ۱۹۹۷ کې د اېم سي کېنا او بېل (McKenna and Bell) د تی لرونکو ډلبندۍ دوه اضافه رتبې د (superorder and order) ترمنځ د (grandorder” and “mirorder) په نامه وکارولې. په ۱۹۸۶ کې میکای نواسېک هم په همدې ځای کې دواړه رتبې وکارولې، په ۲۰۰۵ کې میکایل بنټون د (superorder and magnorder) ترمنځ وکارولې. په ۲۰۰۰ کې دا سیستم (Systema Naturae) سیستما ناتیورای هم وکاروه.
 
بوټپوهنه
په بوټپوهنه کې فرعي کلاس او فرعي ډله د دوېمې کچې رتبې دي او د ډلې لاندې او پاسه لیکل کیږي. نورې رتبې هم کارېدلای شي خو که چېرې په روښانه توګه تعریف شي. د (superorder) رتبه کې یې د (anae) وروستاړی اضافه کیږي کوم چې په ۱۹۶۶ کال کې د ارمنستان بوټپوه ارمېن تخته جان کارولی.
 
File:Biological classification L Pengo vflip.svg
Image by Peter Halasz

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons