Oribi – اوریبي

د ډول علمي نوم یې اوربیا اورېبي (Ourebia ourebi) ده، د افریقا چابک تېز انتېلوپ دي، د توکم نوم یې نیوتراګیني (tribe Neotragini) او د کورنۍ نوم یې بوویدای (Bovidae) ده. د شمالي او جنوبي افریقا په بې ونو هوارو کې ژوند کوي. خپله کې جوړه یا وړه رمه کې ګرځي.
اوریبي اوږده غاړه، اوږدې وروستۍ پښې لري، د مخکنیو پښو په ولیو کې یې لوړوالی تر ۵۱-۷۶ سانتي متره (۲۰-۳۰ انچه) پورې او وزن یې تر ۱۴ کیلو ګرامه (۳۱ پونډه) وي خو ښځې یې په کچه او وزن کې له نر څخه لږ غټې وي، نر یې تر ۸–۱۹ سانتي متره (۳-۷ انچه) پورې اوږده ښکرونه لري. د بدن رنګ یې روښانه سور نصواري وي. په لوړو وښو کې د ځان پټولو او تغذیه کولو لپاره ژوند کوي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons