Otto von Bismarck – اوتو وان بیسمارک
د بیسمارک شهزاده، د لوینبرګ دوک په نومونو هم یادیږي. اصلي نوم یې (von Bismarck-Schönhausen) دی. د ۱۸۱۵ کال، د اپرېل په ۱ نېټه، زېږېدلی او د ۱۸۹۸ کال، د جولای په ۳۰ نېټه، مړ شوی. د جرمني محافظه کار سیاست پوه وو، په کال ۱۸۷۱ کې یې د جرمنیانو په بیا ځلې یو کولو کې لویه ونډه اخیستې، تر ۱۸۹۰ کال پورې د جرمني لمړی وزیر وو، تر دوه لسیزو پورې یې د اروپا چارې پر مخ وړلې.
د ۱۸۶۲–۱۸۹۰ کلونو تر منځ د پروسیا لمړی وزیر او د ۱۸۶۷–۱۸۷۱ کلونو ترمنځ د شمالي جرمني د کنفدراسیون لمړی وزیر پاتې شوی. د خپل واک په اوږدو کې یې درې پرېکړه کوونکې یا قاطع جګړې د فرانسې، دنمارک او اتریش پر ضد تحریک او پیل کړې. کله یې چې اتریش ته ماته ورکړه د جرمني هغه کنفدراسیون یې له منځه یوړ کوم چې له ملي بنسټونو پورته وو او پر ځای یې د جرمني د شمال کنفدراسیون جوړ کړ، کله یې چې فرانسې ته ماته ورکړه نو د جرمني امپراتوري یې تاسیس کړه، په دې امپراتورۍ کې جرمنیان بېرته سره متحد شو او تریش یې له خپلمځ څخه بهر کړ.
د ځواک په ډیپلوماسي کې یې په توازن ساتلو جرمني ته په اروپا کې د مقام ساتنې لپاره کار وکړ. د انګلستان تاریخ پوه ایریک هوبزباوم د بیسمارک په اړه لیکي : ” له ۱۸۷۱ کال څخه وروسته بیسمارک د ۲۰ کالو لپاره د څو اړخیزه دیپلوماسي په شطرنج لوبه کې داسې اتل پاتې شوی چې د ځواکونو ترمنځ یې په دوامداره توګه سوله ساتلې.”
خو د الساس لورېن ضمیمه کولو یې د فرانسې نشنلزم او د جرمنیانو ضد خوځښت ته نوي سونګ توکي چمتو کړل. دې چارې یې په راتلونکې کې د لمړۍ نړیوالې جګړې لپاره میدان جوړ کړ. د جرمني په داخل کې یې (Realpolitik) او ځواکمن حکومت بیسمارک ته اوسپنیز لمړی وزیر لقب ورکړ. بهرنۍ پالیسي یې د جرمنیانو یووالی او د اقتصاد چټکه وده وه. د مستعمرو جوړونه یې نه خوښول خو په ورته وخت کې یې له هیواده بهر امپراتوري هم جوړه کړې وه.
د جرمني په داخل کې د پېچلو سیاستونو استاد ګڼل کیږي. په عصري نړۍ کې لمړی د سوکالۍ دولت جوړونکی دی په دې ډول دولت کې حکومت د خپلو وګړو په ټولنیزه توګه د ښه ساتلو، د اقتصادي پرمختګ لپاره کار کوي او د خپلو وګړو ساتنه کوي. په ۱۸۷۰ لسیزه کې یې د کتولیک عیسویانو ضد د ټېټې تعرفې لېبرالانو سره ائتلاف وکړ او د کتولیک عیسویانو ضد یې هڅه پیل کړه په تاریخ کې یاده هڅه د (Kulturkampf) په نامه یادیږي خو په خپلې هڅې کې بریالی نشو.
Comments
So empty here ... leave a comment!