Welcome to Zakria Rahimi

Ben Jones – بېن جونز

بشپړ نوم یې (Benjamin Allyn Jones) ده. د ۱۸۸۲ کال، د ډسمبر په ۳۱ نېټه، په متحده ایالتونو کې زېږېدلی او د ۱۹۶۱ کال، د جون په ۱۳نېټه، د متحده ایالتونو په لېګزنګټون کې مړ شوی. د امریکا د تورو برېډ اسونو روزونکی وو. جونز په روزل شوو اسونو کې یوازې شپږ د (the Kentucky… read more »

Barb – بارب

د باربري اسونو (Barbary) په نامه هم یادیږي. د شمالي افریقا د باربري ایالت د اسونو ځایي نسل ده. له عربي اسونو سره تړاو لري خو له عربي اسونو غټ دي. رنګ یې ډېر وخت سور یا نصواري وي. د عربي اسونو په څېر په اوږد واټن کې چټکه منډه وهلای شي. په متحده ایالتونو… read more »

Bahram – بهرام

د منډو د سیالیو لپاره د انګلستان اس وو، په ۱۹۳۲ کې پیدا شوی، په ۱۹۳۵ کې د انګلستان د (British Triple Crown) ګټونکی شو. د (Triple Crown) ګټلو لپاره یې ۹ لوبې وکړې او د ټولو سیالو ګټونکی وو. مالک یې اغا خان وو، روزونکی یې فرنک بټرس (Frank Butters) وو. د اس لپاره… read more »

Assault – اسالټ

د امریکا د منډې د سیالۍ لپاره د اس نوم ده. په ۱۹۴۳ کې پیدا شوی. په ۱۹۴۶ کې یې د امریکا د اسونو د منډو درې سیالۍ (the Kentucky Derby, the Preakness Stakes, and the Belmont Stakes) وګټلې او د ( Triple Crown) اووم ګټونکی شو.

Alysheba

د منډې د سیالۍ لپاره د امریکا اس وو، په ۱۹۸۴ کې زېږېدلی او په ۱۹۸۷ کې یې دوه لوبې (the Kentucky Derby and the Preakness Stakes) وګټلې خو د (Triple Crown) ګټلو لپاره د درېمې لوبې (Belmont) ګټل اړین وو خو الیشېبا درېمه لوبه وبایلله. په ۱۹۸۵ کال کې الیشېبا د تکزاس د مېډ… read more »

Affirmed

افېرمډ په امریکا کې د منډې د سیالۍ لپاره د اس نوم وو کوم چې په ۱۹۷۵ کې زېږېدلی وو او په ۱۹۷۸ د (the Kentucky Derby, the Preakness Stakes, and the Belmont Stakes) په نامه لوبو کې د (Triple Crown) یولسم ګټونکی شو. په ۱۹۷۹ کال کې تقاوت شو. ټولې یې ۲۹ لوبې کړې… read more »

Frank Perdue – فرنک پېردو

بشپړ نوم یې (Franklin Parsons Perdue) ده. د ۱۹۲۰ کال، د مې میاشت په ۹ نېټه، په سالیسبري کې زېږېدلی او د ۲۰۰۵ کال، د مارچ په ۳۱ نېټه، په سالیسبري کې مړ شوی. په کور کې جوړو شوو اعلاناتو باندې یې خپل د چرګانو تجارتي نښان په پراخه کچه نامتو کړ. لمړی اجرایوي مشر… read more »

Chicken – چرګان

علمي نوم یې ګالوس ګالوس (Gallus gallus) دی، تقریبا ۶۰ نسلونه لري کوم چې په بنسټیزه توګه له سره خسکي یا کورني چرګ (red jungle fowl) رامنځته شوي. سور کورنی یا خسکي چرګ په فازیانیدای کورنۍ (family Phasianidae)، ګالي فارمز یا د چرګ ډولو ډله (order Galliformes) کې شامله ده او اصلي ځای یې هند… read more »

Cashmere goat – کشمیرۍ وزه

په انګرېزۍ کې یې نوم (Kashmir goat) هم لیکل کیږي. د کورنیو وزو نسل ده، د نرمې وړۍ لرونکې وزه ده او خلک یې ډېره د وړۍ لپاره ساتي. له وړۍ یې کشمیری شال یا ټکری جوړیږي. کشمیری وزې په جوړښت کې توپیر لري خو تر ټولو عام جوړښت یې غټ غوږونه، نري اوږده د… read more »

Aleppo – حلب

د سوریې په شمال لوېدیځه برخه کې واقع ده. د ترکې له پولې تقریبا ۳۰ مایله (۵۰ کیلو متره) سوېل لور کې پروت ده. حلب د سوداګرېز لارو لپاره څلور لارې ګڼل کیږي. تقریبا ۶۰ مایله په لوېدیځ کې له مدیترانې سمندر او په ختیځ کې له فرات سیند (Euphrates River) څخه واټن کې پروت… read more »

Aldabra Islands – الدبرا ټاپو

د هند په سمندرګي کې د نړۍ یو تر ټولو لوی مرجاني ټاپو ده د سیشلزد ټاپو ګانو له ګروپ څخه ۶۰۰ مایله (۱۰۰۰ کیلو متره) سوېل لوېدیځ لور کې واقع ده او د سیشلز جمهوریت برخه ده. له ۱۹۶۵ تر ۱۹۷۶ پورې خپله الدبرا ټاپو او فارکوهار، دېسروچېس، چېګوز د ټاپو ګانو مجموع د… read more »

Aksum – اکسوم

په شمالي ایتوپیا کې تاریخي ښار ده. په ۷۰۰۰ فټه (۲۱۰۰ متره) لوړه کې د ادوا لوېدیځ لور ته پروت ده. پخوا د اکسوم سلطنت مرکز وو خو اوسمهال مذهبي او د سیلانیانو مرکز ده. د ګرانایټ هرم ته ورته لوړې منارې پکې موجودې دي نیمې ماتې غورزېدلي او نیمې تر اوسه ولاړې دي اوږدوالی… read more »

Connective Tissue – نښلونکي نسجونه

نښلونکي نسجونه په بدن کې د بدن او د بدن د غړو د شکل ساتنه کوي، یوالی رامنځته کوي داخلي ملاتړ چمتو کوي. نښلونکو نسجونو کې مختلف ډوله فایبري نسجونه شامل دي کوم چې په حجرويتوب او غلظت کې توپیر لري او همداسې د پېژندنې وړ (bone, ligaments, tendons, cartilage, and adipose or fat tissue)… read more »

Ashur – عاشور – اشور

په انګرېزۍ کې (Assur) هم لیکل کیږي، اوسنی نوم یې قلعة شرقا ده، پخوا د اشوریانو مذهبي مرکز وو، د شمالي عراق د نهر دجلة په لوېدیځه څنډه کې واقع ده. په دې سیمه کې په لمړي ځل په ساینسي توګه د ۱۹۰۳–۱۳ کلونو ترمنځ یو جرمني ساینس پوه (Walter Andrae) کنده وکیندله. اشور پخوا… read more »

Atapuerca – اتاپیورکا

د شمالي هسپانیا په بورګوس سیمه کې لرغونې سیمه ده، څو د چونې د ډبرو سمڅې دي، په یادو سمڅو کې هومو نسل (genus Homo) چې د انسان پلورونه ګڼل کیږي پرېمانه پاتې شونې په ۱۹۷۶ کې پیدا شوي. کومې سمڅې ته چې د فیل غار یا کنده نوم اخلي په هسپانوي کې یې نوم… read more »

Necktie – نېکټایي یا د غاړې غوټه

نیکټایي (necktie) ته په انګرېزۍ یوازې (tie) نوم هم اخلي، اوږده ټوټه ده، معمولا نران یې اغوندي د زینت لپاره یې له غاړې چار چاپېره تاووي او مرۍ سره یې غوټه کوي. ډولونه یې د (ascot tie, bow tie, bolo tie, zipper tie, cravat, Knit Tie and clip-on tie) په نومونو یادیږي. عصري نیکټایي، بو… read more »

Amiens Cathedral – امیه کلیسا

په دوه نورو نومونو (Notre-Dame d’Amiens or the Cathedral of Notre-Dame of Amiens) هم پېژندل کیږي. د فرانسې په امیه تاریخي ښار کې د سم په دره کې د پاریس شمال کې جوړه شوې. د فرانسې له درې غټو جامع کلیسا ګانو یوه ده کومې چې په ۱۳ پېړۍ کې جوړې شوي. ۴۷۶ فټه (۱۴۵… read more »

Angkor – انګکور

یوه لرغونې سیمه ده، د کمبودیا په شمال لوېدیځ کې د سیم رې ایب (Siĕmréab) ښار څخه ۴ مایله (۶ کیلو متره) شمال لور کې واقع ده. له ۹ پېړۍ تر ۱۵ پېړۍ پورې د کمبودیا د خمر امپراتورۍ مرکز وو. دا موده په کمبودیا کې د کمبودیا د تاریخ کلاسیک عصر ګڼل کیږي. په… read more »

Ajanta Caves – اجنتا سمڅه

د لوېدیځ هند د ماها راشترا ایالت اجانتا کلي ته نږدې د بودایانو په پرې شوو ډبرو کې، سمڅې او عبادتخونې دي. په دیوالونو یې انځورګري شوې. د ۳۰ سمڅو ګروپ ده کومې چې د ۱ او ۷ پېړۍ تر منځ کېندل شوي. انځورګري یې د بودایانو رنګارنګ افسانې او خدایان ښي کوم چې د… read more »

Agra Fort – اګرا کلا

د سرې کلا (Red Fort) په نامه هم یادیږي. د ۱۶ پېړۍ لویه د سرو شګو له ډبرو جوړه شوې کلا ده. د هند په اګرا تاریخي ښار کې واقع ده. د مغولو اکبر پاچا جوړه کړې، او دواړه د پوځ او سلطنتي کورنیو لپاره جوړه شوې وه. کله چې د مغولو د حکومت مرکز… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons