Welcome to Zakria Rahimi

Aggtelek Caves

د سلواکیا او هنګري د پولو ترمنځ د چونې د ډبرو سمڅه ده، د هنګري له میشکوایڅ (Miskolc) څخه ۳۰ ماېله (۵۰ کیلو متره) شمال لوېدیز لور ته ده او د سلواکیا له کوشیڅې (Košice) څخه ۴۰ مایله (۶۵ کیلو متره) سوېل لوېدیځ کې واقع ده. د سمڅې چار چاپېره سیمې څخه دواړو سلواکیا او… read more »

Abusir – ابو صیر

د مصر په شمال کې د الجيزة او سقارة تر منځ تاریخي ځای ده. چېرې چې د فرعونیانو د پنځمې کورنۍ درې پاچایانو (Sahure, Neferirkare, and Neuserre) خپل اهرام جوړ کړي. اهرام یې د مصر د نورو اهرامو په پرتله کمزوري جوړ شوي کوم چې اوس بیا رغونې ته اړتیا لري. څنګ کې ورسره د… read more »

Abu Rawash – ابو رواش

په انګرېزۍ کې یې نوم (Abū Ruwaysh and Abu Roash) هم لیکل کیږي. د فرعونیانو د څلورمې کورنۍ له ۷ پاچایانو درېم پاچا (Redjedef) نوم یې (Djedefre) هم لیکل کیږي جوړ کړی ځای ده. د الجيزة فرعونیانو له سیمې (Pyramids of Giza or Al-Jīzah) پنځه مایله (۸ کیلو متره) شمال لوېدیځ لور ته د نیل… read more »

Abu Simbel – ابو سیمبل

دوه عبادتخونې دي کومې چې د مصر پاچا دوېم رمسس (Ramses II) په وخت کې جوړې شوې دي. رمسس له زېږېدیز کال څخه مخکې د ۱۲۷۹–۱۳ کلونو ترمنځ پاچا وو. یادې عبادتخونې د مصر په سوېل کې دي. د رامسس پاچا څلور مجسمې چې د عبادتخونې مخې ته ولاړې دي د پخواني مصر د هنر… read more »

Abomey – ابومي

د بنېن په سوېل کې ښار ده، له کوتونو څخه ۶۰ مایله (۱۰۰ کیلو متره) شمال لور کې واقع ده. ممکن په ۱۷ پېړۍ کې تاسیس شوی وي او وروسته ډېر ژر د ابومي د پاچايي مرکز شو ( داهومي – د دې هېواد پخوانی نوم ده) تر ۱۹ پېړۍ پورې یې په (Slave Coast)… read more »

Fossil – فوسیل

د تېر جیولوجیکي عمر یا دورې د ژو یا بوټو د پاتې شونو نښان ده کوم چې د ځمکې په قشر کې ساتل شوی وي. په ټوله نړۍ کې د فوسیل د مالوماتو ټولګې ته فوسیل ریکارډ یا فوسیلي یادون (fossil record) وایي او دا مالومات په نړۍ کې د ژوند د تاریخ بنسټیزه سرچینه… read more »

Larva – لاروا

مفرد (Larva) جمع یې (larvae, or larvas) لیکل کیږي، په ډېرو ژو کې د ودې یو پړاو ده، کوم چې له هګۍ یا مور څخه له زېږېدو وروسته پیل کیږي او تر بلوغیت پورې دوام کوي، دا واړه ژوي له بلوغ ته رسېدلو یا خپلو پلرونو سره په شکل کې توپیر لري او د ژوند… read more »

Classification – ډلبندي

په عامه توګه د ډلبندۍ ساینس ته ټکزانومي (taxonomy) وایي. ټکزانومي په بیولوجي کې د ژوندیو ډلبندي ته وایي کوم چې د طبیعي ساینس برخه ګڼل کیږي. خو په ساتنه، اقتصاد او سوداګرۍ کې نورې ماناګانې هم لري. په بیولوجي کې ډلبندي د ژوندیو ترمنځ د کټګوریو سیستم د طبقو یا مرتبو د اټکل شوې… read more »

Commune – کومیون

کومیون د فرانسوۍ ژبې لفظ ده کوم چې په ۱۲ پېړۍ کې د لاتیني ژبې د منځنیو پېړیو له (communia) لفظ څخه اخیستل شوی مانا یې د ډېرو خلکو غونډه یا یو ځای کېدل دي کوم چې خپله کې ګډ ژوند سره لري. د خلکو هغې ټولنې ته کاریږي چې یو ځای اوسیږي، خپله کې… read more »

Notre-Dame de Paris

د (Notre-Dame Cathedral) په نامه هم یادیږي، د فرانسې په پاریس کې جامع کلیسا (cathedral) ده. د منځنیو پېړیو ګوتېک تر ټولو نامتو جامع کلیسا ګڼل کیږي. د نامتو کېدو لامل یې د کلیسا کچه، زوړوالی او معماري ده. د ایل دو له سیتې (Île de la Cité) په ختیځ پای کې موقیعت لري. د… read more »

Club of the Cordeliers – کوردېلیې کلب

پخوانی نوم یې (Society of the Friends of the Rights of Man and of the Citizen) وو، په فرانسوي کې ورته (Club des Cordeliers, or Société des Amis des Droits de l’Homme et du Citoyen) نوم اخیستل کیږي. د فرانسې یو سیاسي کلب وو کوم چې په ۱۷۹۰ کې تاسیس شو موخه یې له واک… read more »

Jacobin Club – جکوبه – ژکوبه

یوازې جکوبه (Jacobins) هم ورته وېل کیږي، د ۱۷۸۹–۹۲ کلونو ترمنځ د اساسي قانون جوړونې د ملګرو ټولنه وه یا د۱۷۹۲–۹۴ کلونو ترمنځ د جکوبه ټولنه وه کوم چې د ازادۍ او برابرۍ ملګري وو. په فرانسوۍ ژبه کې (Club des Jacobins) لیکل کیږي. د فرانسې د انقلاب تر ټولو نامتو سیاسي ګروپ وو کوم… read more »

Louis XVI – شپاړسم لویي

د (Louis-Auguste, duc de Berry) په نامه هم پېژندل کیږي. د ۱۷۵۴ کال د اګست په ۲۳ نېټه، د فرانسې په وېرسی کې زېږېدلی او د ۱۷۹۳ کال د جنورۍ په ۲۱ نېټه، پاریس کې مړ شوی. د فرانسې تر ټولو وروستی پاچا وو او د ۱۷۷۴–۹۲ کلونو ترمنځ د فرانسې د ۱۷۸۹ انقلاب نه… read more »

le père Duchesne – دوشېن پلار

دوشېن پلار د فرانسې د انقلاب پر وخت یوه افراطي ورځپاڼه وه، خپرونکی یې جک هېبر رونې وو او ۳۸۵ ځلې خپره شوې. خپرونې د ۱۷۹۰ له سپټمبر پېل او په وروستي ځل د جک هېبر رونې له اعدام کېدو ۱۱ ورځې مخکې خپره شوې. جک هېبر رونې د ۱۷۹۴ کال د مارچ په ۲۴… read more »

Committee of Public Safety – د عامه محافظت یا خوندیتابه کمیټه

په فرانسوي کې (Comité De Salut Public) لیکل کیږي، د فرانسې د انقلاب پر وخت سیاسي تنه وه کومې چې د۱۷۹۳ له سپټمبر تر د ۱۷۹۴ جولای پورې په فرانسې واک لره. د عامه محافظت کمیټه د ۱۷۹۳ د اپرېل په ۶ نېټه د انقلابي بحران پر وخت ترتیب شوه. په دې وخت کې فرانسه… read more »

Reign of Terror – د وېرې یا ترهګرۍ واکمني

په انګرېزۍ کې ورته (The Terror) هم وایي، په فرانسوۍ کې ( La Terreur) لیکل کیږي. د فرانسې د انقلاب پر وخت د ۱۷۹۳ د سپټمبر له نېټې تر د ۱۷۹۴ د جولای تر ۲۷ نېټې پورې موده ده. په دې موده کې د فرانسې له واندې (Vendée) څخه کورنۍ جګړه پیل شوه او د… read more »

Newspaper – ورځپاڼه

ورځپاڼې هغه خپرونې دي کومې چې هر ورځ، هر اونۍ او یا بل ټاکل شوي وخت کې خبرونه چمتو کوي او خپروي، د عامه خلکو لرلید، ځانګړنې او نور عمومي مالومات خپروي او ډېر وخت سوداګریز اعلانات هم پکې شته وي.   د اوسنیو ورځپاڼو پیل د روم له اکتا دیورنا (Acta diurna) شوی مانا… read more »

Hébertist – هېبرتیست

په فرانسوۍ کې (Hébertiste) لیکل کیږي او (Exagéré) هم ورته ویل کیږي انګرېزي مانا یې (Exaggerator) ده او پښتو مانا یې افراطي یا افراط کوونکی ده. د فرانسې د انقلاب په وخت کې ټول هغه افراطي ګروپونه وو چې د جک رونې هېبر (Jacques-René Hébert) ملاتړ یې کوه. جک رونې هېبر د یوه انقلابي حکومت… read more »

Sansculotte – سانس کولوت

سان کیولوت هم وېل کیږي او په فرانسوۍ کې (sans-culotte) لیکل کیږي. د فرانسې د انقلابي خوځښت په وخت کې د وسله والو جنګیالیو ملاتړ کوونکې سیاسي ډله وه. د ۱۷۹۲ – ۱۷۹۵ کلونو ترمنځ یې خپل ځانونه د عامه او غریبو خلکو مشران او استازي ګڼل خو د (Reign of Terror) پر وخت هغو… read more »

Dictatorship – دیکتاتوري

د حکومت یو شکل ده په کوم کې چې یو کس یا یو کوچنی ګروپ ټول واک لري او واک یې په یوه اغیزمن اساسي قانون محدود نه وي. دیکتاتوري د لاتین ژبې (dictator) کلیمې څخه اخیستل شوی لفظ ده او د روم په جمهوریت کې دیکتاتور یو ملکي افسر یا قاضي وو چا ته… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons