Bali cattle – بالي غوییز

Bali cattle – بالي غوییز

د غوییزو نسلونه
کورني غوییز دي او نسل یې له بانټینګ اخیستل شوی. د غوښې د مارکېټ لویه برخه جوړوي او ډېری خلک یې د قلبې لپاره ساتي. ګمان کیږي چې نسل یې د اېندونیزیا په بالي کې اخیستل شوی وي. د ډول علمي نوم یې (Bos javanicus domesticus) دی. په انګریزۍ کې ورته (Balinese cattle, domestic banteng or Bali banteng) عام نومونه هم کاریږي. د بالي غوییزو پلرونه اوروکس نه دي او تقریبا له زېږېدیز کال څخه۳۵۰۰ کاله وړاندې کورني شوي. نسل یې د تیمور ختیځ، استرالیا، مالیزیا او جاوا ته هم خپور شوی. په اېندونیزیا کې د غوییزو له څلورو برخو یوه برخه جوړوي. په استرالیا کې یې له بندو ځایونو تېښته کړې او اوسمهال ازاد ګرځېدونکي دي کوم چې کرنې ته کله نا کله لوی زیان هم اړوي. په ملا کې کوبی لري، پښې او د ګېډې لاندې برخه یې سپینوالی لري، د غویي رنګ یې سور نسواري او د غوا زېړ رنګه سور وي. د بانټینګ په پرتله کم جنسي ډیمورفېزم لري. واړ...
Guernsey – ګېرنزي غوییز

Guernsey – ګېرنزي غوییز

د غوییزو نسلونه
د شیدو لپاره ساتل کېدونکي غوییز دي، اصلي ځای یې د انګلستان ګېرنزي ټاپو دی. ګمان کیږي چې د دې غوییزو نسل د فرانسې د نورماندي او د انګلستان د بریتاني سیمو ګډ نسل وي. یو وخت د انګلستان او فرانسې تر منځ د انګلستان د ټاپوګانو ټولو غوییزو ته الډېرني نوم اخیستل کېده خو کله چې د غوییزو د واردولو د بندېدو قانون تصویب شو او یوازې د حلالولو لپاره یې اجازه ورکړل شوه د جېرزي او ګېرنزي نسلونه په سیمه کې واخیستل شول. دبدن رنګ یې نکریزو ته ورته یا د وړې نوې پیدا شوې هوسۍ په څېر وي او په خپل رنګ کې د سپین رنګ نښانونه لري. د جېرزي غوییزو څخه د بدن په کچه کې غټ دي. د شیدو رنګ یې زېړ دی. د غوښې تولید یې ډېر کم دی. متحده ایالتونو ته ګېرنزي غوییز په لمړي ځل په کال ۱۸۳۰ کې انتقال شول. اوسمهال یې نسل په استرالیا، کانډا او انګلستان کې پرېمانه پیدا کیږي....
Cattle – غوییز

Cattle – غوییز

د غوییزو نسلونه
علمي نوم یې بوس توروس (Bos taurus) دی. په دوه ګوتو وېشل شوي بوټ لرونکي، کورني شوي، واښه خوړونکي ژوي دي. د بووینای فرعي کورنۍ غړي دي، په نړۍ کې تر ټولو زیات خپاره شوي د بوس نسل غړي ګڼل کیږي. ښځې ته یې غوا او نر ته یې غویی نوم اخلي، نر بچي ته یې خسکی، ښځې ته یې کوچنیوالي کې خسکۍ او د کار، غوښې او یا نسل اخیستنې لپاره ساتل شوي بلوغ ته رسېدلي نر ته یې سخندر وایي. غوییز یا د غوښې لپاره او یا د شېدو لپاره فارمونو کې ساتل کیږي. همداسې یې پوستکی د چرم جوړولو لپاره کاریږي. له دې پرته د نړۍ په ځینو برخو کې د کار لپاره کار ترې اخیستل کیږي، په کراچۍ پسې د بار وړلو لپاره او پټیو کې د قلبې لپاره کاریږي. د غوییزو بل تولید د غوییزو غوشایي دي له کوم چې سره او سونګ توکي جوړیږي. د نړۍ په ځینو سیمو کې په ځانګړې توګه د هندوستان په لویه برخه کې غویز مذهبي بڼه لري. د نړۍ په ځینو سیمو کې اچۍ غوا ګانې هم د کورن...
American Brahman – د امریکا براهمن غوییز

American Brahman – د امریکا براهمن غوییز

د غوییزو نسلونه
د امریکا د زېبوین تورین غوییزو دوه رګه د غوښې لپاره اخیستل شوی نسل دی. نسل یې په متحده ایالتونو کې له ۱۸۸۵ را په دېخوا د هندوستان، انګلستان او برازیل له واردو شوو غوییزو اخیستل شوی. په نسل اخیستنه کې یې ګیر، ګوزېرا، نیلور، اېندو برازیل، کرېشنا ویلي او اونګول غوییز کارېدلي. د لمر له وړانګو، تودوخې، لوندوالي او پرازیتو سره مقاومت لرونکي دي. د نړۍ زیاتو هېوادونو ته یې نسل صادر شوی، په استرالیا کې پرېمانه پیدا کېدونکی نسل دی. له نسل نه یې دوه رګه نسلونه لکه برانګوس او براهموسین هم اخیستل شوي. مخینه د اسیا زېبوین کوبی لرونکي غوییز له ۱۸۴۹ کال څخه په متحده ایالتونو کې موجود وو. وروسته د هند یو غویی له انګلستان څخه د متحده ایالتونو د کارولینا سوېل ته صادر شو. همداسې په ۱۸۸۵ کې دوه خړ سخندران په مستقیمه توګه له هند څخه د متحده ایالتونو تکزاس ته انتقال شول. په تکزاس کې له سیمه ایزو تورین غو...
Ayrshire cattle – اېرشېر غوییز

Ayrshire cattle – اېرشېر غوییز

د غوییزو نسلونه
د شیدو لپاره د سکاټلند نسل دی. نسل یې د سکاټلنډ په اېرشېر کې اخیستل شوی. سور او سپین رنګ کې وي، سوروالی یې له روښانه نارنجي تر تېز نسواري رنګ پورې امکان لري. د منځنۍ کچې غوییز دي. وزن یې تر ۵۴۰ کیلوګرامه پورې رسیږي. له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې تر ۹۱۰۰ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي. که چېرې د انسانانو لخوا بې ښکرو نشي نو ښکرونه یې تر ۳۰ سانتي متره پورې وده کوي. په هر ډول فارم کې له ژوند سره په اسانۍ بلدتیا پیدا کوي. په ۲۰۰۸ کال کې یوازې په انګلستان کې تر ۶۳۳۵۶ اېرشېر غوییز موجود وو. په متحده ایالتونو کې د یاد نسل غوییز هر کال تر ۲۵۰۰ پورې راجستر کیږي....
Aberdeen Angus – ابېرډین انګس غوییز

Aberdeen Angus – ابېرډین انګس غوییز

د غوییزو نسلونه
ځینې خلک ورته یوازې انګس نوم اخلي. د غوښې لپاره د سکاټلنډ د غوییزو نسل دی. په شمال لویدیځ سکاټلنډ کې د ابیرډین، بانف، کېن کارډېن او انګس سیمو له غوییزو نسل اخیستل شوی. په ۲۰۱۸ کال کې د انګلستان د غوښې د مارکیټ ۱۷% غوښه چمتو کوونکی نسل ګڼل شوی. په طبیعي توګه بې ښکرو دی، د بدن رنګ یې سور یا تور وي خو د ځینو ګېډه سپین رنګ هم لرلای شي. نسل یې د نړۍ ګڼ شمېر هیوادونو ته صادر شوی. په استرالیا، سوېلې امریکا، متحده ایالتونو نیوزلنډ او کاناډا کې هم زیات ساتل کېدونکي غوییز دي. په امریکا کې بیا په دوه جلا نسلونو سره وېشل شوي یو یې د امریکا انګس او بل یې سور انګس نسل دی. په ځینو هیوادونو کې یې نسل اخیستل شوی کوم چې د سکاټلنډ له انګس څخه قد کې لوړ دي. جنتیکي بې نظمي څلور ډوله جنتیکي بې نظمي لرلای شي لمړی (arthrogryposis multiplex) ده کومه چې د خسکیانو په مفصلونو کې د خوځښت په وړتیا اغیز کوي ؛ دو...
Newt – تریتون

Newt – تریتون

تریتون
تریتون په پلوروډېلیني فرعي کورنۍ کې دوه ژواکې لټکه ده. په کوچنیوالي کې په ځمکه ژوند کوي او دې پړاو ته یې اېفټ نوم اخلي. د سالامانډریډای کورنۍ د نورو دوه ژواکو لټکو په څېر تریتون هم نیمه په اوبو کې ژوند کوونکی دی. ټولې دوه ژواکه لټکې تریتون نه ګڼل کیږي. په اروپا، شمالي امریکا، شمالي افریقا او اسیا کې یې تر ۱۰۰ زیات ډولونه پېژندل شوي او مطالعه شوي. بدن یې درې پړاونو کې بدلون مومي : لمړی پړاو یې اوبو کې لاروا پړاو دی، په وچه کې اېفټ پړاو دی، بلوغ یا بشپړ ودې ته رسېدلی تریتون دی. بشپړ ودې ته رسېدلی تریتون کربوړي ته ورته والی لري. هر کال له وچې بېرته اوبو ته د مثل د تولید لپاره تګ کوي. که چېرې یې د مثل د تولید موده نه وي نو داسې سیمه کې ژوند کول خوښوي کوم چې لوندوالی لري او ګیا پوښلی وي. نسلونه یې ککړتیا، د ژوند لپاره د چاپېریال ویجاړېدو له ګواښ سره مخ کړي دي. د ډېرو ډولونو غړي یې ډېر کم پاتي ...
Share
Hide Buttons